1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ځانګړي استازي بیا له ملا برادر سره کتلي دي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبه

طالبانو ویلي دي چې د افغانستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي مارکووس پوتڅل، د طالبانو له مرستیال مشر ملا برادر سره په دوحه کې د دوهم ځل له پاره لیدلي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند هم ملاقات تائید کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Ijwz
Markus Potzel (German Federal Foreign Office, Special Representative of the Federal Government for Afghanistan and Pakistan, Germany) | 21 | Session | TV Show | Peace with the Taliban: A compromise on human rights?
انځور: DW/U. Wagner

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو ویاند ویلي دي چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د می میاشتې ۱۸مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې په دغه ملاقات کې د کړکیچ د سوله ایز حل او په دې برخه کې د آلمان د هڅو په هکله خبرې شوي دي.

زیاته شوې ده چې پوتڅل د آلمان له لوري د مثبت نقش لوبولو ډاډ ورکړی دی. یاد خبري آژانس د طالبانو د ویاند له قوله دا هم لیکلي دي چې «پوتڅل په منظم ډول د طالبانو له سیاسي دفتر سره د ارتباط پر ساتلو باندې تینګار کړی دی.» د پوتڅل او ملا برادر تر منځ لومړنی ملاقات د همدې میاشتې په لومړۍ نېټه په قطر کې شوی وو.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په برلین کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې پوتڅل په تیرو ورځو کې په کابل او دوحه کې د ډیر شمیر سیاستوالو سره لیدلي دي. د ویاند په خبره د دغو ملاقاتو موضوع د سولې روانې هڅې او په دې برخه کې د آلمان نقش دی.

د تیر میلادي کال په دوبي کې امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره مستقیمي خبرې پېل کړې څو د افغانستان کړکیچ ته د پای ټکی کیښودل شي. تر دې دمخه متحده ایالاتو تل ویل چې طالبان باید له افغان حکومت سره مستقیمي خبرې وکړي او د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې په تیرو اونیو او میاشتو کې یو شمیر هیوادونو او دیپلوماتانو د طالبانو له استازو سره مستقیمې اړیکي نیولې دي. د دیپلوماتانو په وینا ۲۰ هیوادونه او سازمانونه له طالبانو سره په ډیالوګ يا خبرو اترو باندې بوخت دي. د اروپایې اتحادیې يوه استازي د آلمان خبري آژانس ته د طالبانو له استازو سره مستقیمه اړیکه تائید کړې ده.

(sr/ns (dpa