1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په ګډون یو شمیر هیوادونو پر چین نیوکې کړي

۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبه

آلمان او د نړۍ ۲۱ نورو هیوادونو په ژنیو کي د ملگرو ملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کي پر چین باندي په غیر معمولي ډول سختي نیوکې کړي دي. په دې ترڅ کي له چین څخه غوښتل شوي چي د اقلیتونو څارنه بنده کړي.

https://p.dw.com/p/3LucK
China Ethnie der Uiguren
انځور: picture-alliance/dpa/O. Weiken

دغو هیوادونو د ملگرو ملتو د بشری حقونو د شورا رییس ته په یوه لیک کی له چین څخه غوښتي دي چي د دغه هیواد په لویدیځ شینگ جیانگ ایالت کي ډله ایزی نیونې او د اقلیتونو څارنه ودروي.

د چهارشنبې په ورځ په خپره سوې لیکنه کي راغلي دي چي »موږ له چین څخه غوښتنه کوو چي خپل ملي قوانینو او نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي او بشري حقونه، بڼسټیزې آزادۍ چي په کي د مذهب آزادي هم شامله ده، په شینگ جیانگ او ټول چین کي مراعات کړي.«

دغه لیک په ژنیو کي د آلمان د دایمي استازي میشایل فرایهر فون اونگیرن ـ شتیرن بیرگ، تر څنگ د آسترالیا، جاپان، فرانسې، سویس او اتریش څخه دیپلوماتانو لاسلیک کړی دی.

دغه کار غیرعادي عادي دی ځکه د په نورمالو حالتونو کي هیوادونه له ځانه سره پریکړه لیکونه راوړي چي په هکله یې د شورا غړي مشورې او  په اړه رایه اچوونه کوي. خو ویل کیږي چي د چینایانو  له خوا د اعتراض له بیری هغوی له دې غیر عادي لاري اقدام وکړ.

چین د جون د میاشتي په پای کي د ملگرو ملتو د بشری حقونو د شورا په ناسته کی هغه تورونه رد کړل چي گواکې په شینگ جیانگ کي مسلمان اقلیتونه په ډله ایز ډول بندیان سوي دي. د آیرکین ـ تونیازی ایالت د والي مرستیال ویلي چي چارواکو به هغه کسان بیرته سمې لاری ته برابرول چي د مذهبی افراطیانو د مفکورو تر اغیز لاندې ول.

 د بشری حقونو د څار سازمان اټکل کوي چي په شینگ جیانگ کي یو میلیون انسانان په »له سره د روزنې په کمپونو« کي دي چی اکثریت یی ایغوریان دي. هغوی له اتنیکی لحاظه له ترکانو سره تړلي دي. په شینگ جیانگ کي له ډیرو کلونو راهیسې خونړۍ پیښې روانی وې. اویغوریان او ډیر نور اقلیتونه ځانونه له حاکم چینایی قوم »هان« څخه تر زور او  فشار لاندی احساسوي.

حکومت بیا  په ایغوريانو باندې د بیلتون غوښتنی تور لگوي. په ژنیو کي د بشري حقونو د ادارې د مشر یوناتان فیشر، په خبره »دغه مشترکه وینا ښیي چي پیکنگ اشتباه کوي، که هغه په دې نظر وي چي په شینگ جیانگ کي د شکنجو پیښې به د نړیوالو له څارلو څخه پټي پاتې سي.«

gp/ms (dpa)