1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په نورد راین ویستفالین ایالت کی ترانسپورتي اعتصاب روان دئ

۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14GMC

د المان په دوو ایالتونو نورد راین ویستفالن او بادن ورتنبرګ کې په عامه خدماتو کې د اعتصاب له کبله ټول بسونه او ریلونه په ټپه ولاړ دي. او ورځنی ژوند ئې د سختو مشکلاتو سره مخامخ کړی دئ. سربېره پر دې د دغو ایالتونو په وړکتونونو، ادارو او نورو ځایونو کې هم اعتصاب روان دئ. په ډېرو روغتونونو کې یوازی عاجل خدمات ترسره کیږي. په دغه ټوله اونۍ کی به په نوبت سره په نورو ایالتونو کې هم اعتصابونه ترسره سي. د عامه خدماتو کارکوونکي غواړي چی معاشونه ئې لوړ سي.