1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په اسلامي کنفرانس کي د برابرۍ بحث

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۷, سه‌شنبه

د آلمان اسلامي کنفرانس د سه شنبې په ورځ پيل شو. په دې کلني اسلامي کنفرانس کې د آلمان مسلمانان د هغو بدلونونو په اړه خبرې کوي، چې هغوی فکر کوی کیدای شي دوی د مسیحیانو برابري ته ورسوي. خو پر دې کنفرانس باندې نیوکې هم کیږي.

https://p.dw.com/p/18TXI
Islam und Christentum nebeneinander: Blick auf den Bau und das Minarett der neuerrichteten Yavus Sultan Selim Moschee in Mannheim. Rechts der Kirchturm der Liebfrauenkirche. Aufnahme vom 7.2.1995.
Deutschland Symbolbild Religion Islam und Christentumانځور: picture alliance / dpa

د آلمان په «نورد راین ویستفالن» ایالت کې نور مسلمان ماشومان دې ته اړ نه دي چې د اسلامي زده کړو له پاره مسجدونو ته ولاړ شي، ځکه اوس د دې ایالت په ښوونځیو کې اسلامي زده کړې په تعلیمي نصاب کې شاملې شوې دي.

خو پر دې سربیره هم په دې ایالت کې د مسلمانانو په نوم هیڅ کوم قبرستان شتون نه لري او د هغوی مذهبي ورځې لکه اختر هم رخصت نه وي. اوس یوازي د آلمان په هامبورګ او بریمن ایالاتونو کې مسلمانان دغو حقوقو ته رسیدلي دي.

د آلمان اسلامي کنفرانس په ۲۰۰۶ کال کې د آلمان د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر ولفګنګ، له خوا پيل شو. دغه کنفرانس چې له هغه وخت راهيسي هر کال جوړيږي د حکومت او د دې هیواد د اسلامي سازمانونو تر منځ د خبرو اترو یوه وسیله ده.
په تیرو کلونو کې په دغه کنفرانس کې د مسلمانانو او مسیحيانو د برابرۍ، په ښوونځيو کې د اسلامي تعلیماتو پیلیدل، د مسجدونو د جوړولو سپارښتني او همداراز د دیني تعصبونه او د آلمان پر امنیت باندي د هغه تاثیرات د دغه کنفرانس د بحث موضوعګانې وي.

پر دې سربیره هم د خبرو اترو بیلابیلو اړخونو له یو بل سره اختلاف لرلی دی. دوه کاله مخکې دوه اسلامي سازمانونه د خبرو اترو له میزه پر شا شول. په همدې حال کې «د مسلمانانو مرکزي شورا» له دغو خبرو اترو څخه ځان ګوښه کړ او ویې ویل چې د مسلمانانو د سازمانونو د په رسمیت پیژندلو له پاره هلې ځلې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

د آلمان د نقوس پنځه سلنه مسلمانان دي
د آلمان د نقوس پنځه سلنه مسلمانان ديانځور: picture-alliance/dpa

پر دې سربیره آلماني چارواکو هم په دې کنفرانس کې د «آلمان د اسلامي شورا» د ګډون هم ممانعت کړی وو، ځکه د دغې شورا د ارتباطاتو په اړه ځینې پوښتنې رامنځ ته شوي وي.

د آلمان د دفاع اوسنې وزیر توماس دیمزیر، په اسلامي کنفرانس کې څپله توجه ډیره امنیتي مسایلو ته اړولې ده چې له کبله یې د یو شمیر سازمانونو نیوکې هم راپاریدلي دي. د آلمان د کورنیو چارو پر وزیر هنس پیتر فریدریش، باندې هم د سږني کنفرانس تر جوړیدو مخکې نیکې شوې وې. پر هغه باندي د اسلامي سازمانونو د استازو له خوا نیوکه شوې دي چې امنیت او ترهګرۍ یې د سږني کنفرانس په اصلي موضوعګانو اړولې دي.

د آلمان پنځه سلنه اوسیدونکي مسلمانان دي. د دې هیواد له نیم څخه ډیر اوسیدونکي کاتولیکان او یا هم پروتیستان دي. د آلمان په مونستر پوهنتون کې تاریخ پوه گروس بولتینگ، وايي چې که څه هم په وروستیو کلونو کې په آلمان کې د مسلمانانو شمیر ډیر شوی دی خو هغوی بیا هم څنډې ته ایستل شوي دي. د بولتینگ په خبره په آلمان کې کلیسا او دولت اوس هم سره په نزدې اړیکه کې دي.

دغه تاریخ پوه وایي چې د آلمان د کلیساو اوسنۍ قانون باید په یوه داسې قانون بدل شي چې د دولت او کلیسا تر منځ اړیکه په کې تعریف شوې وي. هغه ټینګار کوي چې دولت یوازې په هغه صورت کې کولای شي چې له دینی جماعتونو څخه د تابعیت انتظار ولري، چې له ټولو دینونو سره یې واټن یو شان وي.

دا په داسې حال کې ده چې ټول بیا د آلمان اسلامي کنفرانس ته په ښه سترګه نه ګوري. په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر ایمان کزیک، وايي چې د آلمان په اسلامي کنفرانس کي باید ژر تر ژره بدلون راشي. له بلې خوا د آلمان د مسلمانانو د شورا رهبر علي قزیلقایا، ویلي دي چې د آلمان اسلامی کنفرانس داسې یو اورګاډی دی چې په غلط لورې د حرکت په حال کې دی.

هغه ویلي دي چې دغه کنفرانس د بې اعتمادي او امنیتي حالاتو په اړه د اندیښنه له کبله جوړ شوی دی. دغه دوه سازمانونو په سږني اسلامي کنفرانس کې هم ګډون و نه کړ.