1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د افغانستان پوځي ماموریت تمدید کړ

۱۳۹۴ آذر ۲۶, پنجشنبه

د آلمان پارلمان په ستر اکثریت سره پریکړه وکړه چې افغانستان بايد یوازي پرې نه ږدي. د آلمان پوځ بايد له ۹۸۰ عسکرو سره د ۲۰۱۶م کال تر پایه پوري خپل ماموریت ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/1HP8L
انځور: picture-alliance/dpa/M.Gambarini

نه یوازي سږکال بايد ځيني آلماني عسکر د مسیحي میلاد اختر (کریسمس) رخصتي په افغانستان کې تیره کړي، بلکي راتلونکی کريسمس هم. د آلمان پارلمان یا «بوندستگ» نن بنجشنبه(۲۰۱۵ دسمبر ۱۷مه) د خپل حکومت پریکړه منظوره کړه چې د ۲۰۱۶م کال تر پایه پورې په «پریکړن ملاتړ» ماموریت کې آلماني عسکر فعال پاته شي.

د۸۵۰ عسکرو پر ځای به په راتلونکې کې ۹۸۰ آلماني عسکر په افغانستان کې مېشت پاته شي څو د تروریزم ضد مبارزه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د پارلمان له ۶۰۲ استازو څخه ۴۸۰ تنو د دغه ماموریت د تمدید په پلوۍ رايې ورکړې. لسو پارلماني استازو له رای ورکولو څخه ډه ډه وکړه.

د سوسیال دیموکرات او مسیحي دیموکرات او سوسیال مسیحي گوندونو چې په ستر ائتلافي حکومت کې گډون لري د افغانستان د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې وه. د حکومت دوو مخالفو گوندونو گروینن (زرغون) او کیڼ په اکثریت سره د دغې غوښتنې پر خلاف رایې ورکړې.

په پارلمان کې د بحث غټه موضوع دا وه چې په افغانستان کې د ماموریت اصلي هدف دا دی چې د افغان امنیتي ځواکونو روزني ته باید دوام ورکړل شي او له هغوی سره په پوځي عملیاتو کې سلا مشورې وشي.

دغه راز د دغه ماموریت پلویانو د مهاجرو موضوع هم عنوان کړه. د آلمان د دفاع وزیري اورزولا فون دیر لاین ټینگار وکړ «دا ضروري ده چې په افغانستان کې مرستندویه سازمانونه له مالي اړه سمبال کړای شي، څو خلک په خپل هیواد کې د یوې ښیې راتلونکې له پاره هیلې پیدا کړي.»

ماموریت څو کاله دوام کوي

داسې فکر کیږي چې په افغانستان کي د آلمان دغه ماموریت ښايي له ۲۰۱۶م کال وروسته

هم دوام پیدا کړي. د دسمبر مياشتي په پیل کې د آلمان د دفاع وزیري په مزارشریف کې د خپل پوځ په عمومي قرارگاه کې عسکرو ته په وینا کې اشارتاً وویل چې ښايي د «پریکړن ملاتړ» ماموریت څو کاله نور هم دوام وکړي.

د آلمان د دفاع وزيره اورزولا فون دېرلاين په مزارشريف کي
د آلمان د دفاع وزيره اورزولا فون دېرلاين په مزارشريف کيانځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

هغې وویل: «د آلمان عسکر په افغانستان کې دنده لري چې د دغه هیواد پوځ ته روزنه او په دې اړه اړیني سلا مشورې ورکړي.» د «پریکړن ملاتړ» ماموریت چې د جنگي ماموریت ځای یې نیولی، له یو کال راهيسي پیل شوی دی.

په افغانستان کې د ناخوال امنیتي وضعیت له امله ناتو د دسمبر په پیل کې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو ایستل ودرول. د نوي پلان له مخې د ۲۰۱۶م کال تر پایه به اعجالتاً ۱۲۰۰۰ نړۍوال عسکر په افغانستان کې پاته شي. تر دې مخکې په پام کې وه چې ډير زیات شمیر دغه عسکر بیرته خپلو هیوادونو ته وغوښتل شي او یوازي محدود شمیر ېې په پلازمېنه کابل کې مېشت شي.

د آلمان پوځ له پاره د پارلماني مسئول غوښتنه

د آلمان پوځ نه یوازي په افغانستان، بلکې د نړۍ په نورو هیوادونو او سیمو کې هم په یو لړ ماموریتونو بوخت دي. د دغه هیواد نوی پوځي ماموریت په سوریه کې پیل شوی دی. کله چې دغه ماموریت په بشپړه توگه د عمل ډگر ته ووځي، نو په ټولیزه توگه ۴۳۰۰ آلماني عسکر به په بهرنیو ماموریتونو کې بوخت وي.

د پوځ له پاره پارلماني مسئول، هانز پیتر – بارتل چې د سوسیال دیموکرات (SPD) غړی دی، د پارلمان له نوموړې پریکړې څخه مخکې د عسکرو د ښه تجهیز غوښتنه وکړه.

هغه د آلمان له ARD شبکې سره په مرکه کې وویل: «پوځ له سخت تنگ لاسۍ سره مخامخ دی.» هغه زياته کړه: «نه یوازي د پرسونل له اړخه، بلکي د موادو او تجهیزاتو له درکه هم»

د پوځ له پاره د پارلماني چارو دغه مسئول یادونه وکړه: «په اوس وخت کې زموږ پوځ سل په سلو کې مجهز نه دی، بلکي لا تراوسه ۷۰ سلنه سمبال دی.»