1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان پارلمان د حکومت پريکړه ومنله

۱۳۸۹ بهمن ۸, جمعه

د آلمان سرتيري لږ تر لږه يو کال نورهم په افغانستان کي پاتي کيږي. دآلمان فدرالي شورا نن له يو پراخ اکثريت سره دا پريکړه وکړه. په دي ډول « که چيري شرايط» اجازه ورکړي د 2011 کال په پاي به هغوی په وتلوهم پیل وکړي

https://p.dw.com/p/QwOl
د آلمان فدرالی شورا یا بوندستګ
د آلمان فدرالی شورا یا بوندستګانځور: AP

د آلمان حکومت چي دوه اوني مخکي يي د دغه ماموريت د مودي د اوږدولو پريکړه کړي وه، بريالي شو چي د مخالف ګوندونو زيات استازي ، په خاصه توګه سوسيال ديموکرات ګوند، قانع کړي چي د هغي پريکړي په پلويتوب رايي ورکړي. د 578 ورکړاي شوو راييو څخه 419 موافقي، 116 مخالفي او 43 مستنکفي رايي ورکړلي شوي دي. حال دا چي يو کال مخکي د دغه ماموريت د مودی د اوږدو لپاره د 579 راييو څخه 429 موافقي او 111 مخالفي او 46 مستنکفي وي.

د فدرالي شورا د کيڼ اړخي ګوند ټولو حاضرو 70 استازو په افغانستان کي د آلماني سرتيرو د پوځي ماموريت مخالفت وکړ. د ګروينن يا د شنو د ګوند 22 استازو موافقي، نهو مخالفي او 34 له راييو ورکولو څخه ډه ډه وکړه.

په زړه پوري خبره دا ده چي د آلمان د واکمن ايتلافي حکومت د مسيحي ديموکرات او مسيحي سوسيال د ګوندونو څلور استازي هم د دي مخالف دي چي آلماني عسکر دي نور په افغانستان کي پاتي شي. د صدراعظمي انګلا مرکل تر مشري لاندي د حکومت د بل ایتلافي ګوند ليبرال ديموکرات ګوند يواځي يو استازي مستنکفه راييه وکره.

ستر مخالف ګوند سوسیال دیموکرات د حکومت ملا وتړله

په فدرالي شورا کي د حکومت ستر مخالف ګوند سوسيال ديموکرات (SPD) اکثريت استازو د حکومت فيصله ومنله چي آلماني سرتيري دی يو کال نور هم په افغانستان کي پاتي شي. خو د دغه ګوند شلو استازو مخالفت وکړ او اتو نوريي سپینی رایی ورکړي.

د آلمان د پوځ سرتیری په فیض آباد کی د ګزمی په وخت کی لیدل کیږی
د آلمان د پوځ سرتیری په فیض آباد کی د ګزمی په وخت کی لیدل کیږیانځور: AP

د سوسيال ديموکرات د ګوند زيګما ګابريل د فدرالي شورا چي آلمانان ورته بوندستګ وايي د راييو ورکولو څخه مخکي غونډي ته وويل :

«مونږ په هر صورت سره چي وي نن د دغه ماموریت د مودي د اوږدولو سره موافقه کوو، دا ځکه چی زمونږ له نظره کومه نوي ستراتيژي چي اوس د افغانستان په اړه غوره شوي ده، سمه او د برياليتوب هيله ورکوي.» ګابريل زیاته کړه چی د ده ګوند په دي خاطر موافقه نه ده کړی چی ګواکی د ايتلافي حکومت غړو ګوندونو د ماموريت د اوږدولو د پريکړي «د متن په جمله بندي باندي سره روغه جوړه کړي.»

د افغانستان د ماموريت د اوږدولو موضوع له دي مخکي د آلمان د بهرنيو چارو د وزير ګيدو وستر ويله او د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ تر منځ اختلاف نظر ؤ.

وسترويله د روان ميلادي کال په پاي کي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د وتلو دپيل غوښتنه درلوده، او ګوتنبرګ د دي نظر مخالف ؤ چي يو مشخصه نيټه دي د وتلو لپاره تعيين شي. خو ورسته دواړو په يو متن سره خوښه وکړه چي د روان کال په پاي کي به آلماني سرتيري په وتلو پيل کوي که «چيري شرايط» اجازه ورکړي.

د آلمان پوځ د افغانستان په شمال کی د امنیت د ساتنی ماموریت په غاړه لری
د آلمان پوځ د افغانستان په شمال کی د امنیت د ساتنی ماموریت په غاړه لریانځور: picture alliance / dpa

د فدرالی شورا کيڼ اړخي ګوند له پريکړي سره مخالفت لری

په فدرالي شورا کي د کيڼ اړخي ګوند پارلماني مشر، ګريګور ګيزي مطلقا د دي مخالف دی چي په افغانسنان کي آلماني سرتيري پاتي شي. دغه ګوند له سره د دي مخالف ؤ چي په افغانستان کی دی د کړکیچ د حل لپاره پوځي لاری چاری ولټولی شی. ګیزی په خپلي وينا کي غونډي ته وويل: «مونږ په هيڅ صورت سره د دغه جنګي ماموريت د اوږدولو سره موافقه نه يو. مونږ غواړو چي همدا نن د هغوی د وتلو امر صادر شي. د جګړي د دوام پر ځاي د ستونزی د یو ملکي حل لپاره دي هلي ځلي وشي.»

ګيزي زياته کړه جګړه د افغانستان د ستونزی د حل لاره نه ده، بلکه نوري لاري چاري لکه د بی وزلی سره مبارزه، د ښوونزنی او روزنی سره مرسته او د ښځو د مساوی حقونو او د بشری حقونو لپاره مبارزه پیاوړی کړای شی.

د فدرالي شورا بل مخالف ګوند د ګروينن يا د شنو ګوند ، د کين اړخي د ګوند له دريځ سره موافق نه دي. د شنو د ګوند پارلماني مشر يورګين ترتين په غونډه د کيڼ اړخي ګوند پارلمانی استازي ګيزي ته مخ واړاوه او ورته يي وويل: « ښاغلي ګيزي د ټولو درناوي سره سره چي ستا نظر ته يي لرم، زه هيڅکله نه شم کولاي چي د المان په فدرالي شورا کي ستا له دي خبري موافق اوسم چي وايي: په افغانستان کي خلک طالباتو او د ناتو له خوا په يو شان له ګواښ او خطر سره مخامخ دي.»

ترتين وويل چي د ناتو عمليات په افغانستان کي چي په هغو کی نه يواځي آلمانان او نور لويديځ هيوادونه بلکه «مسلمان هیوادونه هم ګډون لری، د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د پريکړي پراساس سرته رسول کيږي. دا عمليات بايد سړي هيڅکله د ترهګرو له حملو سره پرتله نه کړي»

آژانسونه/ عبداالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر