1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ولسمشر په چين کې دی

۱۳۸۶ خرداد ۴, جمعه

د آلمان ولسمشر هورست کولر په چين کې له لومړي وزير وين ژاباو سره د کتلو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ ښې اقتصادي اړيکې ستايلې دي.

https://p.dw.com/p/DKIk
وين ژاباو او هورست کولر
وين ژاباو او هورست کولرانځور: AP
ښاغلي کولر زياته کړه چې د چين له تکړه اقتصاد څخه آلمان هم گټه پورته کوي. ښاغلی کولر به چين ته د خپل سفر د پای په ترڅ کې په شانگهاي کې له تونگژي په نامه له يو نوموتي پوهنتون څخه هم ليدنه وکړي. دی به په خپله وينا کې د دواړو هېوادونو تر منځ د راتلونکي همکارۍ په اړه هم څرگندونې وکړي.