1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان نفوس تر هغې کم دی چې اټکل یې کیده

لوتکه/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۱۲, یکشنبه

آلمان له هغې وړوکی دی، چې تر اوسه یې اټکل کیده، لږ تر لږه که چیرې په دې اړه د دې هیواد ته نفوس ته وکتل شي. د ۲۰۱۱م کال د سر شمیرونو له مخې، په ځانګړې توګه د خارجیانو شمیر تر هغې کم دی چې تصور یې کیده.

https://p.dw.com/p/18iaR
انځور: picture-alliance/dpa

آلمان په دې اړه شهرت لري چې په ډیره دقیقه توګه محاسبې، ارزیابۍ او احصایی تر سره کوي. خو د نفوس شمیرنې په برخه کې احصاییه په څرګند ډول له هغې څخه کمه ورکړل شوې ده، لکه څرنګه چې ویل کیده.

سره له دې چې آلمان په اروپایي ټولنه کې د ۸۰،۲ میلیونه وګړو په درلودلو سره بانفوسه هیواد شمیرل کیږي، خو هغه احصایې چې تر اوسه د آلمان د نفوس په اړه وې، په کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه کموالی په ګوته شوی دی.

دغه څه د «د ۲۰۱۱م کال د سرشمیرنې» پایله ده چې د آلمان د نفوس یو په دریمې برخه څخه په شفاهي او یا لیکل شوي بڼه پوښتنې شوې دي. پر دغه بر رسۍ ۷۰۰ میلیونه یورو لګښت راغلی دی. د پوښتنې په فورمه کې د بیلګې په توګه کورنۍ حالت، یعنې مجرد که متهل، د ښوونځي پای، د مسلک او کډوالۍ پس منظر پوښتل شوی دی. دغه بررسۍ دوه کاله وخت نیولای دی، نو له دې امله نوي خپاره شوي ارقام هم ډیر تازه نه دي، خو څه چې مهمه ده، باید دقیق وي.

د ختیځ او لویدیځ آلمان د یو ځای کیدو لومړۍ سر شمیرنه

د ختیځ او لویدیځ آلمان د یوځای کیدو وروسته داسې دقیقه سرشمیرنه نه وه تر سره شوې. تر اوسه چې کوم معلومات موجود ول، په ۱۹۸۷م کال کې په لویدیځ او په ۱۹۸۱م کال کې په ختیځ آلمان کې د تر سره شوو سر شمیرنو پایلې وې. تر هغې وروسته د نفوس شمیر لیکل کیده او د زیږدنې، د مړینې او د اوسیدنې د ځای د بدلیدو د معلوماتو په مرسته به دغه ارقام تازه کیدل.

د خارجیانو شمیر کم دی

په ځانګړې توګه هغه څه چې د پام وړ دي تر اوسه په آلمان کې د بهرنیانو په شمیر کې مبالغه ده. تر دې دمخه داسې فکر کیده چې ۷،۳ میلیونه خارجیان پرته له آلماني پاسپورتونو په دې هیواد کې ژوند کوي، خو د نوو شمیرونو له مخې دغه شمیر ۶،۲ میلیونه دی.

Migranten und Migrantinnen
انځور: picture-alliance/dpa

د نوو سرشمیرونو څخه بیلا بیلې پایلې په لاس راځي: د آلمان د ځینو ایالتونو او ښارونو له پاره د نفوس کموالي مالي پایلي له ځانه سره لري، ځکه چې د آلماني وګړو د مالي توازن د ساتلو له پاره اضافې مرستي، د نفر په سر شمیرل کیږي. پر دې سربیره دغه نوې ارقام کولای شي په ټاکنیزو حوزو باندې هم اغیز پرې باسي او ښایي د مشخصو نوماندانو او ګوندونو له پاره احتمالي ټاکنیزې پایلې ولري.

د لا ډیرو کډوالو د منلو غوښتنه

د کار بازار هم د نوو ارقامو څخه اغیزمن کیږي. د پخوانۍ احصایې له مخې په ځانګړې توګه د راغلو او بیرته ستنو شوو کډوالو شمیر چې تر اوسه یې فکر کیده، بل ډول ښوول شوی دی. د نورنبرګ د کار د بازار او مسلکي څیړنیز مرکز څخه پروفیسر هیربېرت بروکر، وايي: «دا په دې معنې ده چې ښایي نفوس تر هغه ژر کم شي، د کوم چې موږ انتظار لرو.» هغه دې پایلې ته رسیږي چې ډیر ژر باید په آلمان کې بهرني کاري ځواک ته زمینه برابره کړای شي.

که څه هم د «د ۲۰۱۱م کال سر شمیرنې» ارزیابۍ او نشر دوه کاله دوام موندلای دی، خو پای ته لا نه ده رسیدلې. په پام کې دې چې نور معلومات به په تدریجي ډول اعلان شي. دغه شان یوه احصایه به په ۲۰۲۱ م کال کې په آلمان کې بیا تر سره شي. د اروپايي ټولنې د قوانینو له مخې هر لس کاله وروسته باید سرشمیرنه تر سره شي.