1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان له ولسمشر څخه په ترکيه کی تود هرکلی وشو

۱۳۸۹ مهر ۲۷, سه‌شنبه

د المان ولسمشر، کريستيان وولف په انقره کي د خپل سفر رسمي برخه پيل کړه. هغه د ترکيي د عصری دولت د مؤسس، کمال اتاترک په مقبری باندی د ګلو ګيډي کيښوده. له هغي وروسته له وولف څخه په عسکري تشريفاتو هرکلي وشو.

https://p.dw.com/p/PhmZ
د آلمان ولسمشر، کريستيان وولف او د ترکیی ولسمشر عبدالله ګل
د آلمان ولسمشر، کريستيان وولف او د ترکیی ولسمشر عبدالله ګلانځور: picture-alliance/dpa

ترکيي ته د آلمان ولسمشر کريسيتيان وولف له خپل دولتي سفرسره په پلازمينه انقره کي د سياسي اړيکو لپاره يو نوي فصل پرانيست. له تشريفاتي هرکليو څخه وروسته د ترکيي ولسمشر عبدالله ګل او له هغی وروسته صدراعظم رجب طيب اردوګان سره وليدل.

که څه هم په آلمان کي د بهرنيو کډوالو د ادغام شخړه ايز بحث په پوره تندي سره روان دي، ولسمشر وولف ترکيي ته له خپل دي سفر څخه په استفادي سره په دي موضوع کي ښکاره دريځ ونيو. د ترکيي له يوي مشهوري ورځپاني «حريت» سره په مرکه کي هغه د آلمان د مسيحي سوسيال د ګوند د CSU د مشر هورست زيهوفر چي د باوريا (بايرن) د ايالت لومړي وزير هم دي، دا ادعا په کله رده کړه چي ګواکي هغه کډوال چي ترکي يا عربي کلتوري پسمنظر لري د آلمان په ټولنه کي له ادغام يا ورګډيدو سره ستونزه لري. د آلمان ولسمشر د مسيحي سوسيال د ګوند د مشر نوموړي خبري ته په اشاره سره وويل: « دا ادعا چي ګواکي يوه ډله خلک په بشپړه توګه نه شي کولاي يا نه غواړي چي مدغم شي، زما په نظر غلطه ده. زه په دي برخه کي د هرډول عمومي قضاوت مخالف يم. دا هر انسان پور ي جلا اړه نيسي.»

هغه زياته کړه: « دولت او ټولنه بايد د ادغام لپاره امکانات چمتو کړي. له دغو امکاناتو څخه هر څوک بايد په خپله استفاده وکړي.»

دغه راز د اروپا په اتحاديه کي د ترکيي د غړيتوب په مسأله کي د آلمان ولسمشر د مسيحي سوسيال او مسيحي ديموکرات د ګوندونو د يوي برخي د سياستواالو له دريځ څخه واټن ونيو. هغه وويل چي په دي هکله هم بايد پرته له دي چي نتايجو ته يي پام وشي، خبري اتري ګټوري دي او بايد وشي.

که څه هم په دي وروستيو اونيو او ورځو کي په آلمان کي د بهرنيانو او بيا خصوصا د ترکي نسبو اوسيدونکو د ادغام پر سر شخړه د ترکيي په ډله ايزو رسنيو کي ډير زيات انعکاس نه درلود، خو اوس د ترکيي په مطبوعاتو کي تر غټو عنوانو لاندي پري تبصري رواني دي. څرنګه چي د هغه هيواد د «ملت» نومي ورځپاڼي مبصر سمع ايديز د آلمان غږ راډيو ته وويل:

«آلمان نن اعتراف وکړ چي په خپله ټولنه کي د اسلام له ادغام سره ستونزه لري. دا اوس د اروپا يو واقعيت دي. په دي باندي اعتراف کول البته بي معني نه ده. ترکيي هم ډير وخت ته اړتيا درلوده ترڅو د کردانو په واقعيت باندي اعتراف وکړي. په دي اړه مهمه مسأله اوس دا ده چي راتلوکي ګام څرنکه اخيستل کيږي. د ادغام په مسأله کي وروسته له دي آلمان په څه ډول يواقدام لاس پوري کوي.»

په دي وجه مبصر ايديز د برلين او انقري ترمنځ د تماسونو د زياتولو لپاره غږ کوي. د هغه په نظر دا کار همدا اوس پيل کيداي شي، ترکيي ته د آلمان د ولسمشر وولف له سفر سره.

اولرييښ/ عبدالباري حکيم

کتونکي. رحيله اميري