1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان صدراعظمه د آسيا په سفر روانيږي

۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبه

د جرمني صدراعظمه انگيلاميرکل په اونيز ويډيويي پغيام کي ويلي، چي آسيايي هيوادونو ته په خپل سفر کي به د دغي وچي له مشرانو او چارواکو سره د خپلو ليدنو کتنو په ترڅ کي د بشري حقونو او د بې وزلۍ پر ضد د مبارزې موضوع عنوان کړي.

https://p.dw.com/p/12oa9
د جرمني لومړۍ وزير مېرمن انگيلا ميرکل
د جرمني لومړۍ وزير مېرمن انگيلا ميرکلانځور: AP

د آلمان صدراعظمه انګيلا ميرکل د دوشنبې په ورځ آسيا ته خپل څلور ورځنی سفر پيل کوي.  ويتنام او مغلستان د دغه سفر مهم هيوادونه دي، چي ميرکل به ورڅخه ليدنه کتنه وکړي.

 

هغې په خپله اونيزه وينا کي، چي د انترنت له لاري خپره سوې وويل، چي  ويتنام له اقتصادي لحاظه خپلي دروازې د نړۍ د پانګه والو پر مخ پرانيستي دي، خو دغه هيواد د بشري حقونو په خوندي ساتني کي هم بايد مهم ګامونه پورته کړي.

 

ميرکل وويل: « د همکارۍ په چوکاټ کي موږ له ويتنام سره د قانون د واکمنۍ پر يو ديالوګ موافقه کړې ده. زه فکر کوم، چي کيدای سي، سړی ووايي ويتنام د بدلون په پروسه کي دی.

معني دا چي دا هيواد له يو ستر بدلون سره مخامخ دی، هغه بدلون چي اقتصادي ودي ته يي خپله غيږه پرانيستې ده، خو له دي سره لازمه ده، چي هغه بشري حقونو ته هم په ښه توګه درناوی وکړي.»

 

مغلستان د آلمان د صدراعظمي د سفر بل هيواد دی. هغې ويلي، مغلستان د آسيا هغه يو په «زړه پوري» هيواد دی، چي «اقتصادي پرمختګ او د ديموکراسي کيدو بهير يې» د حيرانتيا خبره ده، خو لا تراوسه هلته يو پر دريمه برخه خلک په فقر او بې وزلۍ کي ژوند کوي.

 

مغلستان د سيمي د دو سترو هيوادونو، روسيې او چين تر منځ پروت دی. په داسي حال کي چي دا هيواد له خپلو دغو ګاونډويو سره نژدې اړيکي ساتلي دي، هڅه کوي چي په نړۍ کي  په اصطلاح «دريم شريک» هم پيدا کړي.

 

د ميرکل په وينا دغو شريکانو کي « آلمان او د امريکا متحده ايالات هم شامل دي.»

 

مغلستان د طبيعي زيرمو له لحاظه يو شتمن هيواد دی. د آلمان صدارعظمي وويل:

« موږ په دغو برخو کي ښه امکانات لرو او کولای سو، چي خپلمنځي همکارۍ پراخي کړو. دا ډول همکارۍ د دواړو اړخونو په ګټه دي.»

 

د آلمان صنعتي سکتور، په خاصه توګه د کانو استخراج هيله من دي، چي د دغه هيواد د صدراعظمي له سفر سره د مغلستان او آلمان تر منځ د «ميليارد ايرو» په ارزښت د اقتصادي همکاريو موافقي لاس ته سي.

 

د مغلستان د حکومت مشر، سوکباتار باتولد په پلازمېنه، اولانباتور کي  د آلمان خبري آژنس ته وويل، چي د يوې داسي موافقي لپاره خبري اتري سوي، او هيله مندي چي هغه د«همدې سفر په ترڅ ک لاس ليک» سي.

 

د مغلستان ډيري خلک د کوچيتوب ريښه لري، هغوی د مدني ټولني د جوړلو پر لور له يوې ستري ننګوني سره مخامخ دي.

 

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل