1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت پر موضوع د راتلونکي آلماني وزير ډيرې جدي خبرې

۱۳۹۶ اسفند ۲۰, یکشنبه

د آلمان د کورنيو چارو نوي وزير د مهاجرو په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه. د ردشويو مهاجرو د دوسيو څيړلو ته زور ورکول او د اخراج په اجرا کې يې له لا ډير قاطعيت څخه کار اخیستل، د نوې سياست له مواردو څخه دي.

https://p.dw.com/p/2u7GJ
CSU Horst Seehofer
هورست زیهوفر، د آلمان د کورنيو چارو نوی يا راتلونکی وزيرانځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Pohl

په پام کې ده چې د آلمان د سوسيال مسيحي له ګوند څخه هورست زيهوفر د آلمان په نوي حکومت کې د کورنيو چارو وزير شي. مخکې له دې چې زيهوفر په رسمي توګه د کورنيو چارو وزير په توګه اعلان او په نوي دولت کې خپل کار پيل کړي، د مهاجرت سياست او د هيواد امنيتي مسائلو اړوند يې خپله تګلاره اعلان کړه.

آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد ام زونتګ» د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د مارچ ۱۱مه)، له نوموړي سره مرکه کړې ده. زيهوفر په دغې مرکه کې د آلمان د اتباعو د امنيت له پاره د يو ځواکمن دولت جوړيدل ډیر اړين وباله.

د مهاجرت سياست

هورست زيهوفر د آلمان او د دغه هيواد د مهاجرت سياست د تطبيق په برخه کې د رد شويو مهاجرو پر برخليک هم وغږيد. هغه وويل چې د خپل کار له پيليدو سره سم به په لمړي سر کې د ردشويو مهاجرو د اخراج په اړه د خپل وزارت د ټولو همکارانو او اړوند ادارو له استازو سره يوه ګډه غونډه جوړه کړي.

د آلمان د کورنيو چارو نوي وزير د ردشويو مهاجرو د برخليک په اړه په ډير قاطعیت سره وويل چې د دغو مهاجرو د دوسیو څيړولو بهیر تر هر څه زيات چټک کول او د اخراج په اړه يې لا ډیر قاطع اجراات ترسره کول به د نوي حکومت د مهاجرت سياست په سر کې ځای ولري. هغه همدا ډول وويل چې هغه مهاجر چې په آلمان کې د جرم مرتکب ګرځي حکومت به يې پر وړاندې ډیر لږ ګذشت هم ونکړي.


زيهوفر د يادې ورځپاڼې له خبريال سره په مرکه کې يادونه وکړه: «د هغو مهاجرو په شمير کې کوم چې له آلمان څخه بايد اخراج شي د پام وړ زياتوالی شي.»

د آلمان د کورنيو چارو نوي وزير ټينګار وکړ چې په ځانګړي توګه هغه مهاجر چې د جرم مرتکب ګرځي او يا د آلمان د امنيت له پاره خطرناک وي، په اړه به يې ډير قاطعانه او جدی تصمیمونه نيول کيږي.

ځواکمن دولت

هورست زيهوفر زياته کړه چې آلمان يو خلاص او ليبرال هیواد دی او په همدې دليل باید د خپلو اتباعو د دفاع له پاره يو ځواکمن حکومت ولري.

په همدې دليل هغه د آلمان پوليسو پر لا تخنيکي تجهيز او غښتليتا ټينګار وکړ او دا يې يو اړين امر وګاڼه. سربيره پر دې، زيهوفر په هيواد کې د ويديويي نظارت ته هم اشاره وکړه. نوموړي زياته کړه چې بايد د ويډيويي نظارت پوښښ ته لا پراخوالی ورکړل شي. زيهوفر ټينګار وکړ چې بايد د هيواد په ټولو مهمو ځایونو کې ويډيوي کامرې نصب کړل شي.

لا ډیر قاطعيت

هورست زيهوفر له «بيلد ام زونتګ» ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وويل چې د امنيت او مهاجرت اړوند پروګرامونه به په ډير جديت سره عملي کوي.

هورست زيهوفر د آلمان د بايرن ايالت د سوسيال مسيحي ګوند مشر او په عين حال کې په وروستۍ دوره کې د صدراعظمي انګلا مرکل د حکومت متحد وو. هغه تر دې مخکې هم په وار وار د مهاجرت په قانون کې د يو لړ محدوديتونو وړانديزونه کړي وو خو د مرکل له خوا نه وو منل شوي.

دی به د آلمان په نوي ائتلافي حکومت کې د کورنيو چارو وزير وي. په پام کې ده چې نن يکشنبه (د مارچ يوولسمه) د کابينې د پاتې نورو وزيرانو په اړه هم تصميونه ونيول شي. تر هغې وروسته به سوسيال دموکرات او محافظه کار ګوندونه د دوشنبې په ورځ د ائتلافي حکومت معاهده لاسليک کړي. د کابيني د نوملړ تر بشپړيدو وروسته د چهار شنبې په ورځ به لمړی انګلا مرکل او ورپسې به د کابينې وزيران د تحليف مراسم ترسره او نوی حکومت به په خپل کار پيل وکړي.

دویچه وله / ع. ح./ م. ک. ص

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: