1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د آلماني ژبي زده کړه

آلمان کې افغان مهاجرو ته د کار په برخه کې یو لړ آسانتیاوې

۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبه

د آلمان د کار او ټولنیز چار وزیرې ناهلیس د روان میلادی کال له دوهمې نیمایې څخه وروسته د افغان مهاجرو له پاره هم د کار موندنې هغه تدابیر پرانیستی دي چې تر اوسه د دوی پر مخ تړلی وو.

https://p.dw.com/p/2ihWz
Deutschland Flüchtlinge Fortbildung
انځور: picture-alliance/dpa/O. Killig

دا ډول کاري امکانات تر اوسه پورې هغه چا ته ورکول کیدل چې په آلمان کې یې تر پناه غوښتنې سمدلاسه وروسته په دغه هیواد کې د پاتی کیدو چانس زیات وو.

د آلمان د کار او ټولنیز چارو د وزارت په یوې وینا پاڼه کې راغلي دي چې له دې ډول یوه نوي بدلون سره هغوی (آلمان ته تازه راغلي افغان مهاجر) کولای شي چې له ۳ تر ۱۵ میاشتو په موده کې له یو شمیر مهمو پروګرامونو څخه برخمن شي، د بیلګې په توګه د مسلکي او حرفوي زده کړو مرستې، حرفوي ملتیا، او هغه مرستې چې څنګه کیدای شي یو مهاجر ته د مسلکي زده کړو لاره هواره شي.

خو د هغو افغان مهاجرو پر وړاندی چې د پناه غوښتنې پروسه یې په جریان کې وي، لا تراوسه د ادغام په کورسونو کې د شاملیدو دروازه تړلی پاتی ده.

 د آلمان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا پاڼه کې راغلي دي چې تر اوسه پوری معمول داسی وو چې افغان پناغوښتونکي د ادغام له پروګرامونو څخه نه برخمنیدل.

دغه پروگرامونه یوازې د هغو مهاجرو له پاره په پام کې نیول شوي وو چې په آلمان کې د پاتې کیدو چانس زیات وو. خو اوس د آلمان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوي پریکړې پر بنسټ افغان پناغوښتونکي هم د ۲۰۱۷ م کال تر دویمې نیمایې وروسته د ادغام د دغو پروګرامونو مستحق دي.

  په وینا پاڼه کې چې رسنیو ته رسیدلی ده د دغو پروگرامونو مهم ټکی دا دي:

۰ د آلماني ژبې ارتقاع د مقرراتو سره سم د آلمان د کډوالو او مهاجرو د فدارل ادارې د مسلکي ژبې د زده کړو له پاره مرسته.

-  هغو مرستو ته مخکې له مخکې لاس رسی چې وکړای شي کار موندنی ته لاره اواره کړي.

-  وروسته له درې میاشتو د اقامت له اجازې څخه د مسلکي او حرفوي زده کړو مرستې، حرفوي ملتیا او هغه مرستې چې څنګه کیدای شي یو مهاجر ته د مسلکي زده کړو لاره اواره شي.

-  د مهاجرت د قانون په اساس وروسته د ۱۵ میاشتو د مسلکي زده کړو پر مهال د مسلکي زده کړو لګښت ورکول.

د دغو تدابیرو تر پرانیستل کیدو وروسته افغان مهاجرو ته په آلماني ټولنه کې د ادغام چانسونه بهتره شوي دي. سربیره پر دې افغان مهاجر ته دا امکانات هم ورکول شوي چې ډیر ژر به د ادغام د تدابیرو له امکاناتو څخه برخمن شي.

په وینا پاڼه کې هدایت شوی دی چې د آلمان د کار اداره به د نوموړو پروگرامونو له پاره سمدلاسه زمینه برابروي تر څو افغان مهاجر له هغو څخه برخمن شي.