1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د څېړنيزو چارو وزيره د اقليم او د انرژي د څېړنو لپاره لا زياتي پيسی غواړی

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبه

د آلمان د څېړنيزو چارو وزيره مېرمن انيتا شاوان نن په هامبورگ کښې د اقليم د څېړنو په جگپوړي غونډه کښې وويل چې موږ بايد د اقليم او د انرژي د څېړنو لپاره لا زياتي پيسی ولگوو.

https://p.dw.com/p/DKJ0
د آلمان د څېړنيزو چارو او معارف وزيره مېرمن انيتا شاوان Annette Schavan
د آلمان د څېړنيزو چارو او معارف وزيره مېرمن انيتا شاوان Annette Schavanانځور: AP

دی زياته کړه، چې اوسمهال د آلمان اقتصاد ښه وده کوی او په کار ده چې په دی وخت کښې موږ د اقليم په څېړنو کښې لا زياته پانگه واچوو.

په دغه غونډه کښې د اقتصاد، ساينس استازيو او هم سياستوالو گدون کړی دی.
مېرمن انيتا شاوان وغوښتل تر څو اقتصادي شرکتونه او عالمان يو له بل سره لا زيات په دغه برخه کښې کار وکړي.