1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پنځو کوچنیو گوندونو ترمنځ تنده تلویزوني مناظره

۱۳۹۶ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د یکشنبې په ورځ د انگیلا میرکل او په پارلماني ټاکنو کي د هغې د سيال مارتین شولڅ تر منځ لومړۍ تلویزوني مناظره ډیره گرمه نه وه. خو ددې برعکس بیا پرون دوشنبه ماښام د پنځو کوچنیو گوندونو تر منځ مناظره ډیره گرمه وه.

https://p.dw.com/p/2jNe3
Deutschland - Live-Fünfkampf der kleinen Parteien in der ARD
انځور: picture-alliance/B. v. Jutrczenka

په داسي حال کي چه د دوو لویو گوندونو سوسيال ديموکرات او مسيحي ديموکرات اتحاد ترمنځ د لومړۍ تلویزوني مناظرې پر وخت د څلورو تلویزونو نطاقان حاضر ول او د څلورو عمومي مسایلو په باب یې پوښتني مطرح کړلې، خو هغه ډیره گرمه نه وه. د دوشنبه په ماښام د جرمني په لومړي تلویزوني چینل کي د پنځو کوچنیو گوندونو، لکه چپيانو، زرغون گوند، سوسيال مسيحيانو، آزاد ديموکراتانو او عوام پاله حزب- AfD د نمایندگانو ترمنځ په مقابله کي هغوی حتی یو پربل باندي لفظي حملې وکړې او پوښتني یې سره طرح کړې. د دوی په منځ کي تر ټولو دمخه د مهاجرو، ټولنيز سیاست او ډیزلي موټرو د رسوايۍ په موضوع کي سخت بحثونه وسول.

د مهاجرو په هکله د نظر اختلافات

که څه هم د دوی ترمنځ جرو بحثونه کاملأ عیني او واقع بینانه پاته سول، خو بیایې هم مثلأ د مهاجرو په موضوع کي په منځ کي تند بحثونه وسول. د هغو مهاجرو اخراج چي په جرمني کي مدغم سوي وي، پارلمان ته د چپیانو د گوند د مشري کانديدي سارا واگن کنېخت په نظر «یو غیر انساني عمل »دی. د دې برعکس بيا د آزاد ديموکراټانو د گوند مشر کریستیان لینډنر وغوښتل، چي «هغه کسان چي د اقامت ویزه نه لري، هغوی باید ژر تر ژره اخراج سي.» او د دې له پاره چي دا کار عملي بڼه پیدا کړي، باید له داسي هیوادونو لکه مراکش سره «مذاکرات او معامله وسي.»

د زرغون گوند رئیس سیم اویزدیمیر د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر او سوسيال مسيحيانو د گوند سیاستوال یواخیم هیرمن سره د مهاجرو د کورنیو د راتگ پر موضوع باندي ټکر سره وکړ، کومو ته چي په محدوده اندازه د راتگ اجازه ورکول کیږي. د هیرمن په نظر د ده له پاره ډیر دلایل وجود لري، چي تر مارچ مياشتي پوري د اعتبار وړ دغه مقررات نور هم تمدید سي. هیرمن له DW سره په یوه مرکه کي د خپل دغه دریځ په باب پخوا هم څرگندوني کړي وې او ویلي یې وه: «داسي وختونه ول، چي خلگو اول کوښښ کاوه، مخکي تردې چي خپل ځانونه د امن ځایونو ته ورسوي، خپل فامیلونه ډاډمنو ځایونو ته انتقال کړي. خو اوس حالت بل ډول سوئ دی: ځوانان اول خپل ځانونه د امن ځایونو ته رسوي او بیا گوري چي یو وخت یې وکولای سي ماندینه او کوچنیان هم ورپسي ورسي. په همدې دلیل دا پوښتنه رامنځته کیږي چي څوک په اول قدم کي اصلأ له خطر سره مخامخ دي.»

خو ددې برعکس بیا اویزدیمیر د عیسوي کلیساوو هغه موقف ته اشاره وکړه، چي پر اساس یې «د مهاجرو د کورنیو راوستل له ادغام سره هم مرسته کوي.» پارلمان ته د جرمني له پاره د بديل یا عوام پاله گوند - AfD کاندیده الیسه وایډل بیا غواړي، چي د هغو کسانو له پاره چي په مختلفو دلایلو سره اخراجیدلای نه سي، حداکثر يعنی۱۰۰۰۰ کسانو پوري وټاکل سي. ددې په نظر له دغي ساتني څخه به هغه مهاجر هم گټمن سي، چي پناهندگي یې نه وي منل سوې او د ژنیو د کنوانسیون پر اساس د پاتېدو حق هم نه لري. خو سربیره پر هغه خپل هیواد ته نه سي تللای، ځکه چي هلته د مثال په ډول د شکنجې او یا اعدام له سزا سره مخامخ کیږي.

لوړي کرایې

د پنځو کوچنیو گوندونو ترمنځ د ټولنيزو مسایلو لکه لوړي کرایې په هکله هم متفاوت نظرونه موجود ول. د عوام پاله گوند- AfD مشري وایډل مثلأ غوښتنه وکړه، چي «د کرایې د کنټرول پر ځای هغه باید ازاد بازار ته پریښول سي او ویې ویل، چي د کورونو د کرایو د ډېر لوړیدلو دلیل د اروپا د مرکزي بانک «غلط پولي سیاست دی». د زرغون گوند کاندید اویزدمیر اعتراض وکړ او ویې ویل چي دا یو ضد اروپايي عوام فریبه سیاست دی.

د ډیزلو رسوايي

د ډیزلي موټرو د رسوایۍ په موضوع کي د درو کوچنیو گوندونو، لکه سوسيال مسيحيانو، چپيانو او زرغون گوند تر منځ جروبحثونه نور هم تاوده ول. په همدغه ورځ یو ساعت دمخه د جرمني د دوهم چینل په دغه درې گوني تلویزوني مناظره کي د چپایانو سیاستمداره ډیتمار بارچ د سوسيال مسيحيانو د بایرن ایالت د ترانسپورټ وزیر الکساندر دوبرینټ او زرغون گوند د سیاستمداري کاترین گویرینگ په درواغو ویلو باندي متهم کړه، چي ویلي یې ول، چپیان د ډبرو سکرو په موضوع کي دوې ژبي کاروي او یوه مشخصه پالیسي نه لري.

د ترکیې سیاست

د ترکیې د سیاست په باب هم د دوی تر منځ تاوده بحثونه وسول. د زرغون گوند استازې د صدراعظمي انګيلا ميرکل او سوسيال ديموکراتانو د کاندید مارتین شولڅ پر هغه اعلان باندي انتقاد وکړ چي غواړي له ترکیې سره اروپايي ټولني ته د ورشاملیدو خبري قطع کړي. که څه هم دا وايي چي عملأ له ترکیې سره پردې موضوع باندي خبري کنگل سوي دي، خو ددې څخه یې خبرداری ورکړ چي مذاکرات دي په قاطع ډول سره قطع سي. د دې په خبره ډیرهغه اپوزیسوني ترکان چي د خپل ژوند یوه برخه یې د خپل هیواد دیموکراتیک کیدو پروسې ته اختصاص کړې ده، باید هیر نه سي.