1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پارلمان فدرالي شورا د مهاجرینو ایستلو مخنیوی کړی

۱۳۹۵ اسفند ۲۰, جمعه

د آلمان د پارلمان فدرالي شورا د جمعې په ورځ له وړاندې نه د پارلمان له لوري تایید شوی هغه قانون رد کړی چې پکې الجیریا، مراکش او تونیس هیوادونه خوندي ګڼل شوي وو. آلمان غوښتل چې د رد شوو مهاجرینو د ایستلو لړۍ اسانه کړي.

https://p.dw.com/p/2Yz1X
Flüchtlinge aus Nordafrika
انځور: picture-alliance/dpa

دغه قانون چې د آلمان د بوندیستګ یا پارلمان له لوري د تیرکال د مې په میاشت کې تایید شوی وو، د عملي کیدو په صورت کې یې له آلمان څخه د شمالي افریقا د یادو هیوادونو د رد شوو مهاجرینو د اخراج او څیړنې لړۍ چټکه کوله.

خو د غه هڅه هغه وخت پای ته ورسیده چې د آلمان د پارلمان فدرالي شورا یا «بوندیس رات» دغه قانون ته د رد رایې وکارولې. د آلمان د پارلمان فدرالي شورا په دې هکله وویل چې اوس به د آلمان حکومت او یا د دې هیواد پارلمان له یوې منځګړې کمیټې سره اړیکه نیسي ترڅو د دې توافق له پاره د حل لار پیدا کړي.

د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې آلمان ته کابو یو میلیون مهاجر راغلي دي چې دې مسئلې اوس په آلمان کې د روان کال د سپتمبر میاشتې په ۲۴ نیټه د ټاکنو له رانیږدې کیدو سره اندیښنې ډیرې کړي دي.

د آلمان د پارلمان په فدرالي شورا کې د آلمان زرغون ګوند د دې قانون مخالفت کړی او د دې قانون د تصویب له پاره د آلمان ګڼ شمیر ایالتونه چې پکې زرغون ګوند ګډ حکومت لري، باید د یاد قانون ملاتړ وکړي.

د آلمان د تورنینګیه ایالت د مهاجرت او د عدلیې وزیر او همدا راز د زرغون ګوند غړي ډیتر لوینګر وویل چې د هغه ګوند د دې قانون مخالف وو ځکه چې د بشري حقونو ادارو اندیښنه درلوده چې د همجنسګرۍ او همدا راز تر سیاسي تعقیب لاندې کسان ممکن د دې قانون د تایید په پایله کې له ځپلو سره مخ شي.

بل لوري ته بیا د آلمان د کورنیو چارو وزیر، توماس دیمیزیر وايي چې «دا زموږ د ناقانونه مهاجرت د مخنیوي د هڅو له پاره بده ورځ  وه او د دې کار له پاره باید زرغون ګوند ګرم وګڼل شي.»

له دې افریقايي هیوادونو څخه ګڼ شمیر مهاجرین له وړاندې نه رد شوي دي: تیرکال د مراکش څخه یوازې ۳.۸ د پناه غوښتنلیکونو ته مثبت ځواب ورکړل شوی. خو بل لوري ته بیا د الجیریا څخه ۲.۷ سلنه مهاجرین او له تونس څخه ۰.۸ سلنه مهاجرین په آلمان کې منل شوي دي.

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره یا «بامف» په دې هکله وايي چې تیر کال له یادو درې افریقايي هیوادونو څخه کابو ۸۰۰۰ کسان آلمان ته راغلي دي چې دغه شمیره بیا له دې وړاندې ۲۶۰۰۰ مهاجرین وو.

د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل او محافظه کاران د روان کال په سپتمبر کې له ټاکنو سره مخ دي او دوی په وروستیو میاشتو کې د مهاجرینو پر وړاندې نسبتاً سخت دریځ غوره کړی دی.

د روان کال په فبروري میاشت کې، د انګلا مرکل د دفتر ریس، پیټر التمایر ویلي وو چې آلمان د تیر کال په ترڅ کې تر ټولو ډیر رد شوي مهاجرین یعنې ۸۰ زره کسان بیرته خپلو هیوادونو ته استولي دي او ښايي چې دغه شمیره به په ۲۰۱۷م کال کې له دې هم لوړه شي.