1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د وېزې ترلاسه کولو په برخه کې د افغانانو مشکلات

۱۳۹۷ اسفند ۱, چهارشنبه

هغه افغانان چې غواړي په آلمان کې له خپلو مهاجرو شويو خپلوانو سره يوځای شي، مجبور دي د وېزې ترلاسه کولو له پاره په اسلام آباد او يا نوي ډهلي کې د آلمان سفارتونو ته ورشي. آلمان اوس په دې هلکه يوه مهمه پريکړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3DiIw
Deutschland Asylsuchende
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د آلمان حکومت د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد او د هند په پلازمينه نوي ډيلي کې د ويزې غوښتنليکونو د ارزونې په موخه اوس هلته د خپلو کارکوونکو شمير زيات کړی دی.

دا خبره د آلمان په پارلمان کې د رزغون گوند د استازې لويزه امستبيرگ د پوښتني په جواب کې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت کړې ده.

په کابل کې د آلمان سفارت د ۲۰۱۷م کال په می میاشت کې تر يوه سخت بريد وروسته خپل فعاليت محدود کړی دی.

د محدود حافظت د اقامې حق ترلاسه کوونکو مهاجرو ته د ۲۰۱۸م کال له اگست میاشتې راهيسې يووار بيا اجازه ورکړل شوې ده چې خپل د کورنۍ غړي آلمان ته را وغواړي. په دې کټگورۍ کې د کورنۍ جگړې ځپلو هيوادونو مهاجر شامل دي.

د دغي پريکړي له مخې ټاکل شوې ده چې هره میاشت آلمان ته تر ۱۰۰۰کسانو پوري وېزې ورکړل شي.

د دا ډول محدودیت حفاظت درلودونکو کسانو له پاره د ۲۰۱۶م کال په مارچ میاشت کې د کورنۍ د الحاق د ویزو ورکړه ځنډول شوې وه. خو اوس مېړه یا ښځه کولی شي خپل د ژوند ملګری یا ملګرې او یا تر ۱۸ کلنۍ د کم سن ماشومان او همدارنګه هغه مهاجر چې قانوني سن ته نه وي رسېدلي خپل مور پلار او خویندې ورونه آلمان ته را وغواړي.

خو د دې له پاره شرایط موجود دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په حواله آلمان ته د راتګ له پاره د کورنۍ د غړو انتخاب د نوموړي کس د بشري وضعیت په پام کې نیولو سره ترسره کیږي.

د بیلګې په توګه: له کورنۍ څخه د اوږدې مودې جلا والی، د کم سنه ماشوم د کورنۍ جلاوالی، د یو چا ژوند او د کورنۍ غړو آزادۍ ته د جدي ګواښ د موجودیت په صورت کې، سخته ناروغي، هغه چې پالني او پرستارۍ ته اړتیا او یا هم د کورنۍ د غړي سخت معلولیت، هغه دلایل دي چې د ویزې د صادرولو په بهیر کې په پام کې نیول کیږي.

خو په اسلام آباد کې د آلمان سفارت ته د جنورۍ مياشتي تر پايه پوري د کورنيو د الحاق په موخه د ويزې اخيستلو له پاره۶۰۰ غوښتنليکونه ثبت شوي دي. همدا راز په نوي ډيلي کې کابو۱۵۰ مورده دي. خو په دې کې ښايي هغه هم شامل وي چې څو ځله یې ځانونه ثبت کړي وي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي په برلين کې د آلمان د بهرنيو چارو په وزارت کې د دې غوښتليکونو د ارزولو له پاره کوم مرکز په نظر کې نه دی نيول شوی او زياته شوې ده چې دا کار به يې د انتظار وخت هم راکم نه کړای شي. د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي: «د ويزې پر غوښتنليک د کار له پاره د هويت معلومولو او د بايوميترکو معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره شخصي مرکه اړينه ده.»

سربيره پر دې د ژبي زده کړه او د آلمان په اړه معلومات لرل اړين دي.

امتسبيرگ چې د آلمان په پارلمان کې د رزغون گوند د مهاجرو د سياست ويانده هم ده، پر دې کار یې سخته غوسه څرگنده کړې. هغه د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «اغیزمن کسان د دې پروسې په ترڅ کې يو اوږد، گران او داسې سفر چې له خطرونو هم خالي نه دی، بايد پر ځان ومني او هغه هم يو ځل نه.» د نوموړې له پاره دا د درک وړ نه ده چې د غوښتنليکونو ارزونه  په برلين کې ممکنه نه ده.