1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د ولسمشر د استعفأ په وړاندې غبرګونونه

۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د ولسمشر کریستیان وولف د استعفأ کولو په هکله خواشیني څرګنده کړه او د هغه له خدمتونو څخه ئې ستاینه وکړه.

https://p.dw.com/p/145Lz
انځور: AP

دا په داسې حال کې ده چې نورو سیاسي ګوندونو د وولف د استعفأ هرکلی وکړ. د هغو په نظر پر نوموړي باندې لګول شوو تورونو د آلمان د ولسمشري ستر مقام ته تاوان رسولی دئ.

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د ولسشمر کریسیتان وولف د استعفأ له اعلان څخه لږ څه وروسته د خپل هیواد د مطبوعاتو په وړاندې په یوې لنډې وینا کې وویل: « زه د ولسشمر وولف څرګندونو ته درناوی کوم او شخصاً د هغه له استعفأ څخه خواشینی یم.»

میرکل زیاته کړه چې وولف د خپل ریاست جمهوري په دوره کې په خپل ټول قوت سره د «یو پرمختللي او غیږ پرانیستي آلمان» د جوړولو له پاره خدمت وکړ. هغې وویل چې وولف د خپل هیواد خلکو ته وښودله چې د آلمان قوت او پیاوړیتوب په دغه هیواد کې د تنوع په شتون کې نغښتی دئ.

د مرکل دغې یادونې د کریسیتیان وولف هغو هڅو ته اشاره وه چې غوښتل ئې په آلمان کې میشت بهرنیان د ټولو هغو حقوقو خڅه برخمن شي چې د آلمان اصلي اتباع ئې لري. مرکل وویل:«رښتیا هم دا زموږ د قانون تر واکمنۍ لاندې د هیواد د قوت نښانه ده چې وولف د هیواد له هر وګړي سره یو ډول چلند کړی دئ.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو وستر ویله، د وولف د خدمتونو ستاینه وکړه او ویویل چې د هغه د استعفأ کولو پریکړې ته درناوی لري. وسترویله زیاته کړه: «دا چې ولسمشر د خپل ریاست جمهوري په دوره کې په آلمان کې د مختلفو وګړو چې له مختلفو هیوادونو څخه راغلي دي او مختلف کلتورونه او دینونه لري، په ټولنه کې د ادغام مسأله تر ټولو ستره موضوع وګرځوله، د ستاینې وړ ده.»

د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د کرییستیان وولف د استعفأ هرکلی وکړ او په دغه مقام کې ئې له دې څخه زیات د هغه پاته کیدل د ولسمشري مقام ته سپکاوی وګاڼه.

د سوسیال دیموکرات د ګوند عمومي منشي اندریاز نالیس، وویل چې دغه استعفأ ضروري وه او باید لا ډیر مخکي شوې وای:«موږ د ولسشمر کریسیتیان وولف له استعفأ سره د هوسایي احساس کوو. دغه قدم ضروري وو چې باید اخیستل شوی وای. هغه له دې پرېکړې سره شخصاً د خپل ځان، د دغه مقام او زموږ د هیواد حیثیت ته د نور تاوان د رسیدو مخه ونیوله.»

نالیس پر صدراعظمې مرکل باندې نیوکه وکړه چې دوه کاله مخکې ئې وولف د ولسمشر په توګه ونوماوه او پر دې موضوع ئې تینګار درلود چې هرمرو باید هغه ولسمشر شي. هغه دې مسئلې ته هم اشاره کړې ده چې وولف د فدرالي شورا د رایو ورکولو په دریم پړاو کې بریالی شوی وو.

د ګروینن یا د شنو د ګوند مشرې کلاودیا روت، وویل چې د وولف پر ضد عنوان شوي تورونه د ولسمشري له مقام سره نه ښایي: «د وولف قضیې د هیواد ستر او لوړ مقام چی عزت، حیثیت او درناوي ته اړتیا لري، سخت تاواني کړ. کریسیتان وولف د خپل استعفأ په اړه وینا کې هم ښکاره خبره ونه کړه او نه ئې ځان ته ګوته ونیوله. نوموړي یو ځل بیا هغه څه وویل چې تل ئې پرې ټینګار کاوه.»

روت له آزادو رسنیو سره د وولف پر چلند باندې هم نیوکه وکړه. «پر رسنیو باندې د هغه نیوکه زما له پاره د توجېه وړ نه ده. په دې موده کې رسنیو هغه څه وکړل چې یوه دیموکراسي ئې له هغو څخه انتظار لري. هغوی د شفافیت، څرګندتوب او د دیموکراتیک کنترول  له پاره خدمت وکړ.»

د آلمان د کین اړخي ګوند مشر ګریګور ګیزي، هم پر ګوښه شوي ولسمشر باندې نیوکه وکړه او ویویل چې هغه باید له دې مخکې له دې مقام څخه لاس اخیستی وای:
«زما په فکر  ولسمشر ته ښه مشوره دا وه چې لا ډیر مخکې ئې دغسې پریکړه کړې وای. اوس دغه مقام تاواني شو او وخت غواړي چې د مقام ټپ بیرته درمل شي.»

پر کریستیان وولف باندې د تیر میلادي کال له پایه راهیسې یو لړ تورونه ولګول شول چې له خپل مقام څخه ئې ناوړه استفاده کړې ده. وولف له دې مخکې او دغه راز په برلین کې د خپلې استعفأ د اعلانولو پر مهال وویل چې هغه «اشتباه» کړې ده، خو د خپلو سیاسي ماموریتونو په هیڅ دوره کې ئې «د ناوړه ګټي اخیستو» هڅه نه ده کړې.

د هغه د ځای نیونکي له پاره د حکومت او سیاسی ګوندونو تر منځ سلا مشورې رواني دي. د حکومت مخالف ګوندونه له صدراعظمې میرکل څخه غواړي چې دا ځل باید د هغوی له مشورې پرته یو څوک د ولسمشري مقام ته ونه نوموي.

عبدالباري حکیم (دویچه ویله، آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش