د آلمان د وسلو تجارت وده کړې
۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبهد آلمان حکومت د ۲۰۱۹م کال په لومړی نيمايي کې د ۵،۳ ميليارده يورو په ارزښت د وسلو د صادرولو جوازونه جاري کړي دي چې دا د تېر کال په پرتله لوړوالی ښيي. دا معلومات د آلمان د اقتصاد وزارت د زرغون گوند د پارلمان د غړي اميد نوري پور، د پوښتنې په ځواب کې ورکړي چې د آلمان د خبري آژانس له خوا شريک کړل شوي دي. د «هندلز بلت» تجارتي ورځپاڼې هم د صادراتو په اړه ارقام خپاره کړي دي.
په تېرو درو کلونو کې د آلمان د صادراتي توکو حجم په دوامداره توگه د کمیدو په حال کې وو او په ۲۰۱۸م کال کې يوازې ۴،۳ میليارده يورو په ارزښت تجهیزات صادر شوي ول. د تېر کال لومړيو شپږو میاشتو ته په کتو سره د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د صادراتو وده ۱۰۷ فيصده ته رسيږي.
هنگري د اوربان له ليد لوري
د آلماني وسلو د رانيونکو هېوادونو په نوملړ کې هنگري لومړی مقام خپل کړی او د ۱،۷۶ ميليارده يورو وسلې یې رانیولي دي. د آلمان د اقتصاد وزارت له خوا وړاندې شوې احصايه ښيي چې آلمان د ښي اړخه ناسيونالستي حکومت د مشر ويکتور اوربان له خوا د هنگري د جنگي ځواکونو په وسلو د سنبالونو په برخه کې څومره پياوړې نقش لري.
اوربان د روان کال په می میاشت کې ويلي ول: «د هنگري دفاع د ناټو او يا اروپايي ټولنې دنده نه ده بلکې دا زموږ کار دی. د قوي وسلو پرته به يو ځواکمن هېواد ونه لرو. يو ملت چې د خپل هېواد څخه دفاع ونه کړای شي، د خپل هېواد مستحق کیدلی نه شي.»
د يمن جگړه کوم خنډ نه دی؟
تر هنگري وروسته د آلمان د تجهیزاتي توکو بل ستر مشتري د مصر هېواد دی. آلمان په دې ترتيب هغه يوه هېواد ته وسلې صادروي چې د يمن په جگړه کې دخيل دی. سربيره پر دې د آلماني وسلو د مهمو لسو رانيونکو په نوملړ کې يو بل هېواد هم شته چې د يمن په جگړه کې ونډه لري: دا متحده عربي امارات دي او د ۲۰۶،۱ ميليونو يورو په ارزښت وسلو د رانیولو سره په دې فهرست کې شپږم مقام لري.
د آلمان مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات گوندونو د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې په ائتلافي تړون کې دا ويلي ول چې د يمن په جگړه کې دخيلو هېوادونو ته به د وسلو صادرات ژر تر ژره ډېر محدود کړي. متحده عربي اماراتو له سعودي عربستان سره په شريکه يو جنگي ائتلاف رامنځته کړی او د ايران له ملاتړه د برخمنو حوثي ياغيانو پر ضد جگړه کوي.
د زرغون گوند د بهرني سیاست کارپوه اميد نوري پور، د وسلو د صادراتو پر زياتوالی سختې نيوکې وکړې. هغه وويل: «په ځانگړي ډول مصر او متحده عربي اماراتو ته د وسلو صادرات چې په يمن کې د جگړې د ائتلاف برخه دي، د ائتلافي تړون او صادراتو له مقرراتو څخه سرغړونه ده.»َ
د آلمان حکومت همدا دوې اوونۍ مخکې د وسلو د صادارتو د جوازونو د جاري کولو له پاره مقررات سخت کړل. کابينې د وسلو د تجارت د شل کاله زړو مقرراتو د سختولو پريکړه وکړه او په دې توگه یې پر نورو سربيره د ناټو او اروپايي ټولنې څخه دباندې پر نورو هېوادونو د کوچنيو وسلو خرڅلاو هم بند کړ.
bs/ms (dpa, handelsblatt)
زموږ له آرشيف څخه: