1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان صدراعظم د نوي کال وينا مهم ټکي

۱۴۰۰ دی ۱۰, جمعه

له ۱۷ کلونو راهيسې په لومړي ځل په آلمان کې د نوي کال وينا يو نارينه کوي. صدراعظم شولڅ د ۲۰۲۲م کال له پاره خپله وينا کوي. د تېر کال په څېر هر څه بيا له کرونا سره شروع کيږي.

https://p.dw.com/p/451UH
Deutschland Berlin | Neujahrsansprache | Olaf Scholz
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د نوي کال مېلې او اورلوبې به سږ کال نه وي. ۲۰۲۱م کال د پانديمۍ کال د ۲۰۲۰م کال په څېر پای ته رسيږي. خو يو بدلون بيا هم شته: په داسې حال کې چې يو کال پخوا لا انګلا مېرکل په طلايي جاکټ کې د نوي کال په وينا سره د آلمان ولس ته خطاب وکړ، دا ځل اولاف شولڅ خبرې کوي چې يو تور جاکټ يې اغوستی دی.

په سپتمبر مياشت کې سوسيال ديموکرات ګوند او اولاف شولڅ پارلماني ټاکنې وګټلې چې له دسمبر مياشتي راهيسې له زرغون او ليبرال ديموکرات ګوندونو سره يې حکومت جوړ کړی دی. د آلمان نوي صدر اعظم خپله وينا په داسې ټکو پيل کړه چې اصلاً په نړۍ کې ډېر عادي هم نه برېښي. د هغه په خبره »بې له ځنډه او په ملګرتيا سره له پخواني حکومت څخه نوي حکومت ته د قدرت دغه انتقال ته په ټوله نړۍ کې هر کلی ويل شوی دی.« په دې خبرو سره شولڅ خپله وينا پيل هم کړه.

شولڅ د هيواد مشري په داسې سختو ورځو کې پيل کوي چې د پانديمۍ څلورمه څپه لا خلاصه شوې نه ده، خو د اوميکرون ډول د نوي ويروس يوه نوې څپه هم راروانه ده. په دغه وخت کې خلک له پانديمۍ څخه ستړي شوي دي. صدراعظم شولڅ وويل چې »د کرونا پانديمي د خپلو سختيو او ژورو محدوديتونو سره مو لا په هډوکو کې ښخه ده.«

Deutschland | Coronavirus | Boosterimpfung
په آلمان کې د واکسينو کمپاين ګړندی شوی دیانځور: Lukas Barth/REUTERS

خو دغه وبا به ډېر ژر نه خلاصيږي، برعکس ټول خلک بايد پوه شي چې پانديمي لا پای ته نه ده رسېدلې. شولڅ نوي کال ته په اشارې سره دا هم وويل: »نن سبا او په راتلونکو اوونیو کې واضح محدوديتونه وضع شوي دي، چې هغه هم د شخصي تماسونو له پاره صدق کوي.«

د واکسين لګولو غږ

شولڅ وويل چې په نوي کال کې يوه لويه وظيفه د کرونا کنترول دی. د نوامبر مياشتې له نيمايي راهيسې تر دېرش ميليونو زيات واکسينونه لګول شوي دي. شولڅ پر ناواکسين شوو خلکو غږ وکړ چې: »په راتلونکو ورځو کې د واکسين په مرکزونو کې يا له ډاکتر او ډاکترې سره يو وخت وټاکئ. له دغه امکان څخه ګټه واخلئ چې ډېر ژر او پرته له راجيستر کولو څخه واکسين تر لاسه کړئ! لطفا دغه کار مه ځنډوئ!«

د آلمان حکومتي مشر شولڅ همداراز په خپله وينا کې هغو خلکو ته هم خطاب وکړ چې په روغتونو، پالنځايونو، کنتځيو او د واکسين په مرکزونو کې، د پوليسو په حوزو او د آلمان په پوځ کې د وبا په وړاندې مبارزه کوي.

د درز مخنيوی

د سوسيال ديموکرات ګوند سياستول شولڅ په ټولنه کې کوم درز هم نه ويني. د هغه په خبره: »زه په تاکيد سره وايم: برعکس خبره صدق کوي! زموږ هيواد سره متحد دی.« د هغه په خبره په هر ځای کې »ډېر زيات پيوستون« وينم چې دغه خبره په دوبي کې تر سيلابونو وروسته هم وليدل شوه. د نوردراين وېستفالن، بايرن او راينلند فلڅ آيالتونو تر سيلابونو وروسته خلکو يو له بل سره مرسته کوله، هر څه يې راټول او بيا رغونه يې په ګډه سره پيل کړه.«

د شولڅ په خبره ګډ کار ته د اقليمي هدفونو په تر لاسه کولو او ۲۵ کاله وروسته له سکرو، نفتو او ګازو څخه د خپلواکۍ تر لاسه کولو په برخه کې هم اړين دی. د هغه په وینا دغه چاره »رفاه او ښه کارځايونه« هم راوړي. د »يوې ښې نړۍ له پاره صحيح پرمختګ« البته يو هيواد خپله ځان ته نه شي راوړلی، بلکې يوازې له دې لارې ممکن دی چې نړيواله ټولنه سره همکاري وکړي. په جنورۍ مياشت کې آلمان د اوو سترو صنعتي هيوادونو د جی اووه ډلې مشري پر غاړه اخلي. د آلمان حکومت غواړي چې د اقليم ساتنه په جي اووه کې د خپل رياست اصلي موضوع وګرځوي.

روسيې ته خبرداری

يوه بله موضوع ښايي له روسيې سره روانه شخړه وي. جي اووه د روسيې له خوا پر اوکراين د بريد په صورت کې د »سترو عواقبو« ګواښ کړی دی. د آلمان صداعظم هم د نوي کال په وينا کې تاکيد وکړ چې »د سرحدونو نه نقض کول يو ډېر مهم اصل دی چې مذاکرات ورباندې هم نه شي کېدای.«