1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزیره افغانستان ته ورسیده

مسعود جهش (AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ دی ۱, یکشنبه

د آلمان د دفاع نوې وزیره اورزلا فون دیر لاین، په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال افغان چارواکي له ناټو سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د همکاریو په اړه خبرې اترې کوي.

https://p.dw.com/p/1Aehn
د آلمان د دفاع نوې وزیره اورزلا فون دیر لای
د آلمان د دفاع نوې وزیره اورزلا فون دیر لایانځور: JOHANNES EISELE/AFP/Getty Images

د آلمان د دفاع نوې وزیره اورزلا فون دیر لاین، د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د آلماني ځواکونو اډې ته ورسیده. هغې دغه سفر د دفاع وزیرې په توګه تر کار پیلولو یوازې پنځه ورځې وروسته وکړ.

تر دې څو ورځې مخکې د آلمان د دفاع پخواني وزیر توماس دیمزیر، هم افغانستان ته سفر کړی وو. ډیر شمیر آلماني ځواکونه د افغانستان په شمالي ولایت بلخ، کې میشت دي. دیمزیر اوس د آلمان د نوي حکومت په کابینه کې د کورنیو چارو وزیر په توگه دنده لري. د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې له ۳۸۰۰ څخه ډیر آلماني ځواکونه میشت دي.

اورزلا فون دیر لاین د آلمان لومړنۍ ښځینه د دفاع وزیره ده. هغې تر دې مخکې د دغه هیواد د کار د وزیرې په توگه دنده ترسره کوله.

د ناټو او افغان چارواکو تر منځ د راتلونکو همکاریو پر سر خبرې

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د ناټو چارواکي له افغان حکومت سره په خبرو اترو بوخت دي. پلان شوې ده چې د ناټو ټول جنگي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي. اوس مهال افغان حکومت له امریکا متحده ایالاتو سره پر یوه امنیتي ټړون باندې کار کوي چې له مخې به یې دغه هیواد تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې نهه پوځي اډې ولري. په داسې حال کې چې د دغه تړون پر متن باندې کار پای ته رسیدلی دی، خو افغان ولسمشر حامد کرزی، د هغه له لاسلیکولو څخه ډډه کوي او وایي چې یوازې په هغه صورت کې به دغه تړون لاسلیک کړي چې امریکا د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي او د افغانانو پر کورونو باندې خپل عملیات پای ته ورسوي.

له بلې خوا ناټو ویلي دي چې تر هغه وخته پورې له افغان حکومت سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د همکاريو په اړه یو تړون نه شي لاسلیکولای چې کابل او واشنگټن په خپل منځ کې د امنیتي تړون پر سر یوې موافقتې ته نه وي رسیدلي.
د ناټو سرمنشي اندرس فوگ راسموسن، د دې خبرې پخلی کړی دی چې د یکشنبې په ورځ د افغان او ناټو چارواکو تر منځ خبرې اترې پیل شوې دي. هغه زیاته کړې ده چې اوس د «سرتیرو د وضعیت» تر عنوان لاندې پر یوه تړون باندې خبرې روانې دي چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو نقش تعریف شي.

راسموسن زیاته کړې ده چې د دغه تړون له مخې به ناټو د افغان ځواکونو روزنې، مشاورت او همکاري ته دوام ورکړي. خو د دغه تړون تر لاسلیکیدو مخکې باید کابل او واشنگټن د امنیتي تړون پر سر یوې موافقې ته ورسیږي. راسموسن په یوې اعلامیه کې ویلي دي: «زه د دغو خبرو اترو د پیلیدو هرکلی کوم، خو پر دې خبرې باندې ټینگار کوم چې دغه تړون به تر هغه وخته پورې لاسلیک نه شي چې افغان او امریکايي حکومتونه په خپل منځ کې امنیتي ټړون لاسلیک کړی نه وي.»

په بشپړه توگه له افغانستان څخه د وتلو له پاره فشارونه

له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو په بهیر کې د افغان ولسمشر حامد کرزي، له خوا ځنډ یو شمیر امریکايي قانون جوړونکي په غوسه کړي دي. دغو قانون جوړوونکو له افغانستان څخه په بشپړه توگه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، یوه ویاند ویلي دي چې هغه د افغان او ناټو چارواکو تر منځ د خبرو اترو د پیلیدو له کبله خوشحاله دی.

د افغان ځواکونو وړتیاو ته په کتو سره یو شمیر افغانان او نړیوال اندیښنه لري چې که بهرني ځواکونه په بشپړه توگه له افغانستان څخه ووځي، کیدای شي چې یو ځل بیا یاغیان قدرت ته ورسیږي او په افغانستان کې به د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې له گواښ سره مخامخې شي.
که هر څه د پلان له مخې پر مخ ولاړ شي نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ تر منځ بهرني ځواکونه په افغانستان کې میشت پاتې شي چې دنده به یې د افغان ځواکونو روزنه او مشاورت وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب