1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزیره افغانستان ته تللې

۱۳۹۷ فروردین ۵, یکشنبه

د آلمان د دفاع وزیره ارزولا فون دیر لاین، د افغانستان په شمال کې د خپلو سرتیرو د لیدنې په موخه دغه هیواد ته سفر کړی. فون دیر لاین د شنبې په ماښام مزار شریف ته ورسیدله.

https://p.dw.com/p/2uw3V
Afghanistan Weihnachten Bundeswehr | Ursula von der Leyen, Verteidigungsministerin
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: picture alliance / Michael Kappeler/dpa

فون دېر لاين له هغه څخه دوې ورځي وروسته افغاستان ته سفر کوي چي د آلمان پارلمان یا بونډسټاګ د پنجشنبې په ورځ( د مارچ میاشتې ۲۲) په دغه هيواد کي د آلماني پوځ ماموريت تمديد او پراخ کړ. پارلمان د ناټو د «پریکړنده ملاتړ» د روزنیز ماموريت په چوکاټ کې د آلماني سرتیرو ونډه د یو کال له پاره یعنې د ۲۰۱۹ م کال د مارچ میاشتې تر پایه پورې وغځوله.

د آلمان د پارلمان د پریکړې په اساس په دغه هیواد کې د مخ پر خرابیدونکي امنیتي وضعیت ته په کتلو سره د آلماني سرتیرو شمیر له ۹۸۰ څخه ۱۳۰۰ ته لوړ کړای شو.

ټاکل شوی ده چې آلماني پوځ به د کابل، بګرام او مزارشریف ترڅنګ په راتلونکي کې د ټول کندوز په کچه د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو د روزنې، مشوره ورکونې او ملاتړ ماموريت ته دوام ور کړي.

تر اوسه پورې به آلماني سرتیرو په کندز ولایت کې یوازې په ځانګړو مواردو  او وختونو کې ماموريت ترسره کاوه.

همدارنګه په پام کې ده چې آلماني سرتیري به په راتلونکي کې په ځانګړو بیړنیو حالاتو او خطرناک وضعیت کې، په افغانستان کې د آلمان د دیپلوماتیکو نمایندګیو د امنيت ساتنې مسئولیت په غاړه واخلي.