1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر سفر

مسعود جهش (یونیس پاپادیمیتریوس)۱۳۹۲ دی ۲۰, جمعه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یونان ته د خپل سفر پر مهال د دې هیواد د اقتصادي پر مختګ ستاینه وکړه. یونان په وروستیو کلونو کې له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ شو خو اوس یې د نړیوالو مرسته له کبله اقتصاد د ښه کیدو په حال کې دی.

https://p.dw.com/p/1Aoh0
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شاین مایر، د پنجشنبې په ورځ له خپل یوناني سیال ایوانګیلوس وینیزیلوس، سره تر لیدنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې یونان اوس د لارې لومړۍ برخه وهلې ده. هغه زیاته کړه: «زه د دې له پاره دلته راغلی یم چې پوهیږم یونان له کړکیچ څخه د بیرون تللو له پاره یوه ډیره اوږده لاره په مخ کې لري ترڅو وشي کولای بیرته پر خپلو پښو باندې ودریږي. زه دلته راغلی یم چې دا خبره هم وکړم چې موږ آلمانیان د یونان له پر مختګونو خوښ یو او د هغوی ستاینه کوو. موږ په دې خبره باندې پوهیږو چې له دغه شان یوه وضعیت څخه د هیواد ښکل قوي ارادې ته اړتیا لري.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې وویل چې هغه ډیر د دې پلوي دی چې یونان تر اخره پورې دغه لاره ووهي. شتاین مایر د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو لومړی د بهرنیو چارو وزیر دی چې د یونان له خوا د ارپايي شورا تر دوریې مشري وروسته دې هیواد ته سفر کوي. هغه په خپل سفر کې د یونان له لومړي وزیر، جمهور رییس، د ځینې شرکتونو له مالکانو او له یو شمیر زده کوونکو سره ولیدل.

د یونان د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «یونان د خپل اقتصادي نظام د بیا جوړولو او همداراز له ډیوالیتوب څخه د مخنیوي په خاطر لوی پورونه ترلاسه کړي دي. خو زه غواړم هر آلماني او د آلمان هر مالیه ورکوونکي ته ډاډ ورکړم چې موږ نه غواړو د یونان له کبله د آلمان بودجه تر فشار لاندې راشي.»

یونان ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر سفر د یوناني وزیر له پاره یو ډیر ښه فرصت وو چې د خپل هیواد د پرمختګونو ستاینه وکړي. هغه وویل: «د یونان د خلکو د لاس ته راوړنو او قربانیو په پایله کې موږ وتوانیدو چې د یونان په مالي سیاست کې یو توازن رامنځ ته کړو او د لومړي ځل له پاره په دولتي بودجه کې لومړني مازاد ته ورسیږو.»

د سیاسي دوستانو تر منځ د نظر وړوکي اختلافونه

په ۲۰۱۴ کال کې د بودجې څو میلیاردي مازاد په دې معنی دی چې په تیرو څو کلونو کې به د لومړي ځل له پاره د یونان عواید د دغه هیواد له مصرفونو څخه لوړ وي. خو دا حال یوازې په هغه صورت کې رامنځ ته کیدای شي چې د پورونو سود په پام کې و نه نیول شي. د یونان اداره تمه لري چې د اروپايي ټولنې د احصاییو اداره د روان کال په اپریل میاشت کې د دغه هیواد په بودجه کې ۲.۵ میلیارد ډالري مازاد تایید کړي. په دې ترتیب سره به نو له یونان سره د اروپايي ټولنې د مرستو پر روان پروګرام باندې کره کتنه وشي. د یونان د بهرنیو چارو وزیر له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې له پور ورکوونکو هیوادونو څخه غوښتي وو چې یونان ته دې د پورونو معیاد وغځوي.

د یونان سوسیالیستانو په خاصه توګه د آلمان د ایتلافي حکومت د ملاتړ غوښتنه کړې ده. خو ښاغلي فرانک والتر شاین مایر په اتن کې په دې اړه پر یوه واقعبینانه دریځ باندې ټینګار وکړ. هغه وویل چې موضوع یوازې سږ کال بودجوي لومړني مازاد ته رسیدل نه دي، بلکه د هغه په خبره باید دا موضوع ثابته شي چې دا یو پایداره پرمختګ دی.

د ترویکا یا درو سازمانونو چې په کې اروپايي ټولنه، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق شامل دی، له خوا د یونان د ارزونې په اړه هم بیلابیل نظرونه موجود دي. په داسې حال کې چې د یونان د بهرنیو چارو وزیر د ترویکا د سختې څارنې په اړه خبرې وکړې آلماني وزیر د هغه ملاتړ وکړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب