1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د بهرنيو چارو وزير په يمن کي

۱۳۹۰ اسفند ۲۰, شنبه

د يمن د ګوښه شوي ولسمشر علي صالح د درو لسيزو واکمنۍ څخه وروسته ګيدو وسترويله د لويديځ لومړنی لوړ پوړی ديپلومات دﺉ چي له يمن څخه ليدنه کتنه کوي.د يمن نوی حکومت له سترو کورنيو ننګونو سره مخامخ دﺉ.

https://p.dw.com/p/14IgI
د یمن خلک آزادی او دِموکراسِ غواړي
د یمن خلک آزادی او دِموکراسِ غواړيانځور: dapd

وسترويله د شنبې په ورځ د يمن او سعودي عربستان په لور د يوه دوه ورځیني سفر په نيت له خپل هيواد څخه وخوځيد. آلمان غواړي چې له دغه عربي هيواد سره د ديموکراسي په وده کي مرسته وکړي. د فبروروي په مياشت کي د يمن د نوي ولسمشر عبد رابو منصور هادي، د رياست له پيل څخه وروسته وسترويله د لويديځ لومړنی لوړ پوړی ديپلومات دﺉ چې صنعا ته سفر کوي. هغه د يمن د بهرنيو چارو له وزير ابوبکر الکيربي، او د دغه هيواد له نورو مشرانو سره ګوري.

آلمان د يو ستر مرسته کونکي هيواد په توګه

د آلمان حکومت غواړي چې له يمن سره چي لا تراوسه پوري له ټينګ دولتي ثبات څخه برخه من نه دﺉ د ديموکراسي په انتقالي دوره کي مرسته وکړي. له يمن سره د خپلو ۷۰ میليونه ايرو مرستو سره آلمان د سترو بسپڼه کونکو هيوادونو له ډلي څخه دﺉ.

له څه د پاسه يو کال راهیسي چې د مطلق العنان رژيمونو پر ضد د عربي ولسونو پاڅون پيل شوی دئ او په پایله کې ئې په تونس، مصر او ليبيا کي ديکتاتور حکومتونه نسکور شول، په يمن کي هم د خلکو پاڅون بريالی شو چې علي عبدالله صالح چي له ۳۳ کلونو راهیسي په يمن کي ئې واکمني درلوده، له قدرت څخه ګوښه کيدو ته مجبوره کړي. په يمن کي سياسي بدلون د سعودي عربستان په منځګړيتوب رامنځ ته شو. صالح خپل مرستيال منصور هادي، ته قدرت وسپاره او د فبروري په مياشت کې نوموړی د عامو ټاکنو له لاري د يمن ولسمشر شو.

د شنبه په ماښام وستر ويله له يمن خخه سعودي عربستان ته ځي. په دغه هیواد کې به ویسترویله له عربي مشرانو سره د خپلمنځينیو همکاريو او د عربي نړۍ د روان وضعيت په هکله خبري وکړي.

د يمن انتقالي ولسمشر منصور صالح

يمن د عربي نړۍ تر ټولو بيوزلی هيواد دﺉ چې همدا اوس د فقر او محروميت په يوه ستر ناورين کي لاس او پښي وهي. د دغه هيواد په سلو کي ۴۲ سلنه اوسیدونکي د ورځي له دوه ډالرو لږ عايد لري. د خوراکي توکو، د څښاک اوبو او د بريښنا سخت کموالی د يوه بشري کړکيچ ګواښ ورکوي. د ملګرو ملتو د احصايې له مخې په سلو کي ۵۷ سلنه يمني ماشومان له پر له پسي کم خوراک سره مخامخ دي، چې دا کچه وروسته له افغانستان څخه په نړۍ کي تر ټولو لوړه ده. په یمن کي ډیر ماشومان د لوږي له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

له سياسي لحاظه د نوي ولسمشر په مخکي ډيري سترې ننګوني پرتي دي. د يمن جنوب چي د تيلو شتمني زيرمې لري، غواړي چي له شمال څخه ځان جلا کړي. دغه راز د يمن په شمال لويديځ کي د شيعه مسلمانانو بغاوت هم روان دﺉ او همدا اوس ئې په دولت کي «دولت» جوړ کړي دﺉ. له بلي خوا د القاعدي ترهګرې شبکي په بمن کې د کمزوري مرکزي حکومت له وضعيت څخه پخپله ګټه کار اخيستی دئ او د خپلو فعاليتونو لمن يې پراخه کړې ده.

امريکا متحده ايالات د يمن له حکومت سره په پوځي ډګر کي د القاعدي د فعاليتونو د شڼدولو له پاره له نزدي همکاري لري.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: مسعود جهش