1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د بهرنيو چارو وزير له افغانستان څخه بخښنه غوښتې

۱۳۸۷ اردیبهشت ۹, دوشنبه

د افغانستان د صنايعو او سوداگرۍ وزير محمد امين فرهنگ، له دې کبله چې د آلمان استخباراتي ادارې BND د ده برېښناليکونه لوستي دي، د آلمان د بهرنيو چارو د وزير فرانک والټر شتين ماير بخښنه منلې ده.

https://p.dw.com/p/Dpow
د آلمان استخباراتي ادارې BND د مرکز په دروازه کې د دغه اداری نښان
د آلمان استخباراتي ادارې BND د مرکز په دروازه کې د دغه اداری نښانانځور: AP

فرهنگ زود دوچه څيتونگ نومې آلمانۍ ورځپاڼې ته په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، شتين ماير په تلفون کې ډاډ ورکړی، چې بيا به داسې کار نه کيږي، او پر دې کار باندې سخت خواشينی او متاثر دئ.

هېڅ يو اړخ هم نه غواړي چې د دواړو هېوادونو اړيکې سره خرابې شي. د آلمان استخباراتي ادارې BND په ٢٠٠٦ ميلادي کال کې څو مياشتې د امين فرهنگ برېښناليکونه لوستي وو.