1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ددفاع وزير د کوسووا د مشر سره ګوري

۱۳۸۶ اسفند ۲, پنجشنبه

د کوسووا په شمال کي د صربيانو لخوا نړول سوي سرحدي دروازې بېرته پرانستل سوې

https://p.dw.com/p/DKG0
د آلمان ددفاع وزير فرانس جوزيف يونګ د کوسووا په پلازمېنه پريشتينا کي
د آلمان ددفاع وزير فرانس جوزيف يونګ د کوسووا په پلازمېنه پريشتينا کيانځور: picture-alliance/ dpa

. د صربستان سياستمدارانو د نړيوالو ځواکونو کفور لخوا د سرحدي دروازو پر تړلو باندي سختي نيوکي کړي او ويلي يې دي چي د دې کار سره په کوسووا کي موجودو صربي سيمو ته د ورځنيو اړتياوو توکي نسي وررسول کېدای.

نن د صربستان په پلازمېنه بلگراد کي د کوسووا د بيلوالي پرضد مظاهرې او اعتصابونه رابلل سوي دي.

د آلمان د پوځ وزير فرانس يوزف يونگ غواړي نن د کوسووا په پلازمېنه پريشتينا کي د هغه ځای له مشر هاشم تاچي او آلماني سرتيرو سره وگوري.

د آلمان حکومت د چهارشنبې په ورځ د کوسووا هيواد په رسميت وپيژندی.