1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومتي ګوند ګواښونکو ته د توقیف غوښتنه کوي

۱۳۹۵ دی ۷, سه‌شنبه

په برلین کې تر برید وروسته د آلمان سوسیال مسیحي اتحاد حکومتي ګوند د امنیتي تدابيرو د سختولو غوښتنه کوي. په دغو تدابیرو کې د څارونکو کمرو زیاتول او د محکوم شویو افراطیانو په پښو کې د الیکترونیکي بندنو تړل شامل دي.

https://p.dw.com/p/2Uu2L
Deutschland Rückführung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa /P. Seeger

د CSU یا د آلمان سوسیال مسیحي اتحاد حکومتي ګوند په کلوسټر زیوون کې د خپل کنفرانس د پریکړه لیک په مسوده کې چې د «زود دویچه سایټنګ» آلمانۍ ورځپاڼې ته یې سپارلی دی راغلي دي: «هغه څوک چې زموږ هیواد ته ګواښ پیښوي، خپل د میلمه توب حق له لاسه ورکوي». د دغه پریکړه لیک مسوده د «زموږ د آزادۍ له پاره امنیت» تر عنوان لاندې خپره شوي ده.

حتی ۱۴ کلن هم په دغه قانون کې راځي

د CSU ګوند له نظره امکان لري په راتلونکي کې حتی که يو شکمن کس ۱۴ کلن هم وي د آلمان د اساسي قانون د حفاظت پروګرام له مخې دي تر څار لاندې ونیول شي، څو په کم عمرۍ کې يې د افراطي کیدو مخنیوی شوی وي.

د یوه جرم په صورت کې نور نو له ۱۸ څخه تر ۲۱ کلنو پورې ځوانانو یا نابالغو له پاره د ټاکل شوې مقررې پر بنسټ نه، بلکې د لویانو په اندازه بشپړه سزا ورکول کیږي. په اساس کې به د اخراجولو شرایط لا پسې سخت شي.

د آلمان د سوسیال مسیحي ګوند له نظره رد شوي مهاجر کیدای شي خطر پیښ کړي، نو په دې دلیل دوی باید د اخراجیدو تر وخته پوري په توقیف کې وساتل شي. د دوی په خبره د برلین د پيښې عامل هم په دې ډله کسانو کې راځي.

نوموړی ګوند غواړي چې د رد شویو مهاجرو د اخراجولو موده چې په اوس وخت کې ۴ ورځې ده، څلورو اونیو ته وغځوي. همدارنګه د پولیسو او اساسي قانون د حفاظت پروګرام د اختیاراتو زیاتول هم د دې ګوند له غوښتنو څخه دي.

د آلمان په بایرن ایالت کې د سرحدي کنترول سختول او په دې برخه کې د شفافیت تر څنګ د CSU حکومتي متحد ګوند CDU یا مسیحي دیموکرات ګوند خپل څلور اساسي غوښتنې بیا تکرار کړي دي چې په هغو کې د امنیتي ادارو له پاره د لا زیات پرسونل استخدامول، د قانون پلي کوونکو ادارو واک زیاتول، د اروپایې هیوادونو تر منځ د معلوماتو د شریکولو په سیستم کې بهتروالی د بیلکي په توګه د ایمیل، واتس آپ او سکایپ پروګرامونو په برخه کې.

په «زود دویچه سایټنګ» آلمانۍ ورځپاڼه کې د CSU ګوند د خپور شوي دریځ له مخې «په عمومي توګه د هر یوه قانون ماتوني پيښي په برخه کې د معلوماتو پټ ساتلو حق او یا هم له هغې څخه د ناوړه استفادې خطر په پام کې نیول یوه تیروتنه ده.»

نور مطالب: