1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان بديل ګوند AfD د دويچه وېله قانون کي تعديل غواړي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲, یکشنبه

د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي د آلمان د بديل ګوند په غوښتنه د دويچه وېله پر قانون بحث وسو. خو نورو ګوندونو د دويچه وېله آلمان ږغ په ښکاره ملاتړ او صفتونه وکړل.

https://p.dw.com/p/2wSvB
Deutschland Reichstagsgebäude in Berlin
انځور: Imago/A. Prost

د آلمان له پاره بديل (AfD) ګوند د آلمان په پارلمان بُندستاګ کي د دويچه وېله په قانون کي د تعديل وړانديز وکړ. دغه ګوند غواړي چي هغه قانوني بنسټ تغير سي چي پر اساس يې د آلمان ږغ دويچه وېله د آلمان څخه بهر له پاره خپرونې کوي.

د ياد ګوند د کلتوري چارو سياستوال توماس اېهورن په پارلمان کي پر دغه موضوع د لومړي ويناوال په توګه خپلې خبري واورولې. هغه په خپله وينا کي د «پروپاګنډو داسي رسنيو چي د واکمن سياسي قشر په لاس کي وي» څخه او د ولس په وړاندي د «واکمنۍ د آلې» څخه خبره وکړه.

د بديل ګوند سياستوال اېهورن وويل چي د آلمان ږغ عمومي رئيس پېتر ليمبورګ د خپلې رسنۍ په تړاو هميشه داسي توضيحات ورکوي چي ارزښتونه پر «زغم» ولاړ دي. دغه سياستوال نيوکه وکړه چي البته دغه زغم د «هر شي او هرچا په وړاندي د زغم معنی ورکوي چي له منځني پېر د ديني فکر څخه نيولې تر جنسيتي لېونتوب» پوري د «سترې کلتوري رنګارنګۍ» داستان بيانوي.

آلمان ږغ «تر بل هر وخت زيات مهم»

د آلمان په پارلمان بُندستاګ کي د نورو ګوندونو د کلتوري چارو سياستوالو پر دې ټينګار درلود چي د دمګړي نړيوالو سياسي ناقراره وختونو په تناظر کي د آلمان ږغ اهميت زيات سوی دی. د مسيحي ديموکرات ګوند (CDU) سياستوالې اليزابېت موتشمان د بديل ګوند له خوا ځان د رسنيو او ژورنالستي آزادۍ ساتونکو په توګه معرفي کول يوه «ټوکه» وبلله.

موتشمان په خپله وينا کي له بهر له پاره خپرونې کوونکي آلمان ږغ څخه مننه وکړه چي په وينا يې دغه رسنۍ «په رشتيا او حقيقي توګه کار» کوي. دغې سياستوالې وويل چي د آلمان ږغ د «آزادي دموکراسۍ» ارزښتونه انتقالوي دا چي دغه رسنۍ د دمګړۍ نړيواله سياسي ناقراري کي «تر بل هر وخت مهمه» سوې ده.
 

په بُندستاګ کي د تر سره سوي پارلماني بحث پر وخت د آلمان د آزاد ګوند (FDP) سياستوال توماس هکر هم «د آزادۍ، ديموکراسۍ او قانوني دولتدارۍ» په حق کي د آلمان ږغ هڅې وستايلې. دغه سياستوال وويل چي په نړيواله توګه ګڼ شمېر ځوانان له دويچه وېله څخه د خبر رسونې د يوې منبع په توګه کار اخلي. په دې ترڅ کي هکر د آلمان ږغ د عربي سروس د «الشباب تالک» څخه يادونه وکړه چي د هغه په وينا په عربي نړۍ کي پر مهمو موضوعاتو لکه «مي ټو» باندي يې بحثونه وکړل.

توماس هکر وويل چي ګوند يې د دې ملاتړ کوي چي د آلمان ږغ دويچه وېله په ترکي ژبه تلويزيوني خپرونې پېل کړي. د هغه په وينا دا اقدام په داسي وخت کي چي «ولسمشر اردوغان د رسنيو او نظر آزادۍ تر پښو لاندي کوي» ډېر مهم به وي.

د آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند (SPD) سياستوال مارتین ربانوس وويل: «د دروغو خبرونو يا فېک نيوز پر ځای حقايق بيانول د آلمان ږغ دويچه وېله استقامت» دی. د دغه سياستوال په وينا د آلمان ږغ ۹۶ سلنه کتونکي په دې نظر دي چي دغه رسنۍ په نړيواله توګه د معتبره او د اعتبار وړ بلله کيږي. دغه سياستوال وويل چي د آلمان ږغ په داسي توګه بايد قوي کړل سي چي د فرانسې او د بريتانيې د نړيوالو رسنيو سره د نظر پر يوه سطحه واقع سي.

د کيڼ ګوند په شمول د آلمان په بُندستاګ کي د نورو ټولو ګوندونو سياستوالو د بديل ګوند وړانديز په سخته رد کړی او د آلمان ږغ له کار څخه يې ډاډمنتيا ښکاره کړه.