1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان ایالتونه د مهاجرو له پاره د ادغام کورسونو غوښتنه کوي

۱۳۹۵ اسفند ۲۴, سه‌شنبه

د آلمان ایالتونه دغه هیواد ته د مهاجرت د یوه قانون غوښتنه کوي او وایي چې د ټولو مهاجرو له پاره دې د ادغام کورسونه پرانستل شي. دغه او د مهاجرت اړوند نور مسائل به د آلمان د ایالتونو په ګډون د ادغام کنفرانس د بحث موضوع وي.

https://p.dw.com/p/2ZA8w
Hooria Mashour gibt Flüchtlingen in Deutschland ehrenamtlich Deutschunterricht
انځور: NDR/Hanno Hotsch

د مارچ میاشتې۱۶ او ۱۷ نیټه چې د پنجنشې او جمعې په ورځ به د فریدریشسهافن په ښار کې د ټولنیز ادغام کنفرانس دایر شي. د دې کنفرانس د طرحو د مصوبې په اساس چې د سه شنبې په ورځ د «شویبشه سایټنګ» په اختیار کې ورکړل شوی، د آلمان ایالتونو د مهاجرو له پاره د ادغام د کورسونو غوښتنه کړې.

د راینلنډ- فالس ایالت په غوښتنلیک کې چې تمه کیږي په دې کنفرانس کې به ډیرې رایی ترلاسه کړي راغلي دي: «دا اړتیا شتون لري چې د کډوالۍ له پاره دې شرایط جذاب کړای شي، څو په ځانګړي توګه ښه روزل شوي کسان آلمان ته مهاجرت وکړي. په دې اړه باید د مهاجرت په برخه کې قواعد اصلاح او په شفافه توګه پلان شي.»

سربیره پر دې د نوو قواعدو پر بنسټ، باید د قانوني مهاجرت امکانات، د مهاجرت د کنترول په چوکاټ کې رامنځته شي او دا اوس د آلمان د مرکزي حکومت دنده ده چې په دې برخه کې فعاله شي.

د نیدرزاکسن ایالت هغه غوښتنه چې تر اوسه پورې نهو نورو ایالتونو ترې ملاتړ کړی دی، د ټولو پناغوښتونکو له پاره د ادغام کورسونو پرانستل او په محدوده کچه «هغو مهاجرو ته چې د دولدونک (زغمل شوي مهاجر) یا موقتي اقامې ویزه ولري» د کار بازار ته د لار موندنې شرایطو برابرول په پام کې نیول شوي دي.

د دغې مصوبې په طرحه کې راغلي دي: «تر اوسه پورې د مهاجرو هغه کړۍ چې یو شمیرو یې وروسته د اقامې ویزې ترلاسه کړي دي او په آلمان کې ژوند کوي، یوه برخه یې د کلونو له پاره د آلماني ژبې د زده کړې کورسونو له دولتي امکاناتو څخه محروم پاتې دي.»

په پیل کې د ادغام کورسونه د سوریې، ایران، عراق، اریتریا او سومالیې هیوادونو د پناغوښتونکو له پاره پرانیستي ول او په وروستي ګام کې به افغان مهاجر هم له دې امکاناتو څخه برخمن شي.