1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آسترالیا او افغانستان د کرکیټ د لوبډلو تر منځ لوبه تر سره کیږي

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/15PBY

د آسترالیا د کرکیټ ادارې خبر ورکړی دئ چې د آسترالیا د کرکیټ ملي لوبډله به له افغان لوبډله سره د کرکیټ یوه ورځنې لوبه تر سره کړه. دغه لوبه به د آگست په میاشت کې په متحده عربي آماراتو کې تر سره شي. د آسترالیا د کرکیټ د ادارې په وینا دغه لوبه د آسترالیا او پاکستان تر منځ د کرکیټ د سیالیو د تیاري په موخه تر سره کیږي.

په پام کې ده چې د آسترالیا لوبډله به د آگست په میاشت کې د پاکستان له لوبډلې سره درې یوه ورځنې لوبې او درې شل اوریزي لوبې تر سره کړي. دا لومړی وار دئ چې افغان لوبډله به د آسترالیا سره خپله یوه ورځني لوبه تر سره کړي. تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ هم د کرکیټ یوه ورځنې لوبه تر سره شوې وه.