1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیمیزیر: المانۍ پوځ ښه تجهیزات لري

۱۳۹۰ تیر ۲۵, شنبه

د المان د دفاع وزیر، توماس دیمیزیر، هغه تورونه رد کړل چي په کي ویل شوي وه چي په افغانستان کی میشت الماني سرتیري د ښو تجهیزاتو څخه برخمند نه دي. دغه تورونه د المان د پارلمان لخوا د دغه هیواد د پوځونو مامور تړلي ول

https://p.dw.com/p/11wYU
د المان د دفاع وزیر
د المان د دفاع وزیرانځور: picture-alliance/dpa

دیمیزیر المانۍ «بیلد ام زونتګ» ورځپاڼي ته وویل چي د المان حکومت په افغانستان کي د خپلو سرتیرو تدارکات او حفاظت ډیر مهم ګڼي. هغه په افغانستان کي د میشتو الماني ځواکونو د تجهیزاتو تامنیول د المان د پخواني د دفاع وزیر یو له ډیرو ښو کارونو څخه وبله. هغه وویل:

«په افغانستان کي د الماني سرتیرو تجهیر د ملاحظي وړ پرمختګ کړی دی.»

د المان د پارلمان لخوا د پوځی چارو مامور، هلموت کونیګس هاوس، ویلي وه چي په افغانستان کي میشت الماني سرتیري په خپلو ځینو موټرو کي د ځینو وسایلو د کمښت څخه نیوکی کوي. هغه د بیلګي په توګه په «مور در» نومي ټانګ کي د کولر د نه کار کولو څخه یادونه کړي وه.

هاوس همدا راز ویلي وه چي په افغانستان کي د الماني سرتیرو لپاره کافي د ویني ذخیري نه شته ترڅو د ضرورت پر وخت ورځیني کار واخستل شي. هغه زیاته کړي وه چي الماني سرتیري په افغانستان کي کافي څرخي الوتګي هم په لاس کي نه لري او د همدی له کبله د امریکايي ځواکونو مرستی ته اړتیالري.

دا په داسي حال کي ده چي د المان د دفاع وزیر ویلي چي د المان د پوځ ټانکونه د یخولو سیستم لري خو په تصادفي توګه یوازي د هغه ټانګ چی هاوس تري نه لیدنه کړي وه دغه سیستم خراب شوي وه. د هغه په وینا د ټانکونو د کولر جوړل هم وخت نیسي.

د امریکايی څرخي الوتکو څخه د استفادي په اړه هم دیمیزیر ویلي چي په دغي برخي کي هغه کومه ستونزه نه ویني. هغه زیاته کړي چي الماني او امریکايي ځواکونه په افغانستان کی سره مشترک عملیات تر سره کوي او الماني سرتیري کولای شي چي د هغوي د څرخي الوتکو څخه استفاده وکړي:

«مونږ د څرخي الوتکو څخه د استفادي په برخي کي خپلو ملګرو ته اړتیا لرو. مونږ سره ګډ عملیات ترسره کوو. د امریکایي څرخي الوتکو څخه استفاده د وابستګۍ په معنی نه ده بلکه دا زمونږ ګډ کار ښکاره کوي.»

د ویني د ذخیري د کمښت په اړه هم د المان د دفاع وزیر خپل دلیل درلود. هغه وویل چي د المان د دوا قانون ډیر سخت ګیر دی او له مخي یي د ویني ذخیره بسټي یوازي د پنځو ورځو لپاره ساتل کیدای شي. د هغه په وینا دغه قانون په نورو هیوادونو کي دومر سخت نه دي.

دیمیزیر ویلي چي د دغي ستونزی د له منځه وړلو لپاره به خپلي هلي ځلي وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمدولي اڅکزی