1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دیرک نیبل کندز ته سفر کړی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعه
https://p.dw.com/p/15vvP

د المان د پرمختیایي چارو وزیر دیرک نیبل کندز ولایت ته سفر کړی دئ. په لومړي سر کې نیبل له هغه سرتیرو څخه یادون وکړ چې په افغانستان کې ئې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. نیبل په کندز کې وویل: «ستاسو ماموریت بې ځایه نه دئ، بلکه د یوې اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل له پاره په افغانستان کې خلکو سوله او پرمختگ لیدلای دئ.»

نیبل تیره ورځ افغانستان ته سفر کړی دئ. هغه په لومړي کې افغان ولسمشر حامد کرزي او همدا شان د کانونو او د صنایعو وزیر وحیدالله شهراني سره هم لیدلي ول. تیره ورځ تر غرمې وروسته دیرک نیبل د افغان ماشومانو له پاره د یوې پروژې څخه هم لیدنه کړې وه. نیبل نن په خپلو خبرو کې وویل چې اقتصادي وده د دوامداره سولې له پاره اساسي تهداب دئ.