1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دکندهار فرهنګي نغری تود دی

۱۳۸۶ آذر ۲۵, یکشنبه

په کندهارکي د هڅه اوونيزي د موسس او چلونکي ښاغلي محمد ابراهيم سپېڅلي سره مرکه.

https://p.dw.com/p/DMp2
کندهار تاسو ته معلوميږي نه يوازي داچي تاريخي سيمه ده بلکي د فرهنګ زانګو ده
کندهار تاسو ته معلوميږي نه يوازي داچي تاريخي سيمه ده بلکي د فرهنګ زانګو دهانځور: bilderbox

دويچه ويلي: که د کندهار د فرهنګي وضع په اړه يوڅه معلومات راکړي.

سپېڅلی: که سړی ورته وګوری رشتياهم کندهار لوی ولايت دي فرهنګي هڅي پکښي زياتي دي، زه خپله ځني خوشحاله هم يم او ځني ناراضه هم يمه، ناراضه په دې يمه، چي لکه څنګه چي کندهاردی او نوم يي دی هغسي کارونه چي بايد سوي واي نه دي سوي، او خوشحاله په دې يمه، چي بيا هم شکر دی، که سړی د نورو ولايتونو سره پرتله کړي کندهار ډېر ښه دی. داده هڅه اوونيزه ده، عينو ده، سپوږمۍ ده، ښکلا ده، کندهار مجله ده، کندهار راډيوتلويزيون دی، هيواد تلويزيون دی، افغان آزاده راډيو ده، رڼا اف ام ده، د رڼاپه نامه يوه بله مجله چاپيږي مياشتنۍ ده. نو دغه ځني شيان چي سړی بيا ورته وګوری بيرته خوشحاله کيږي، خو زه وايم چي تردې هم بايد ډير کار سوی وای، ځکه لکه څنګه کار چي په کندهار کي بايد سوی وای هغسي نه دی سوی.

دويچه ويلي: دا پرمختګ نه دی چي شپږ کاله دمخه ددې جملې څخه چي تاسويي اوس نومونه واخستل يوازي دوې مجلې چاپېدې، او اوس يي هغه دی شمېرلسو دوولسو ته رسېږي دا پرمختګ نه دی.

سپېڅلی: بلې سوي دی ما وويل، چي کارونه سوی دي خو تر دې بايد ډير سوي وای، ځګه چي کندهار تاسو ته معلوميږي نه يوازي داچي تاريخي سيمه ده بلکي د فرهنګ زانګو ده. دلته مرحوم علامه حبيبي صاحب تيرسوی دی، دلته مرحوم علامه رشاد صاحب، دلته محمد ابراهم عطايي، دلته بېنواصاحب، دلته محمد ابراهم خواخوږی. ددغه ځای څخه د پښتو ټولني بنسټ ايښول سوی دی، ددې ځای څخه د کندهار د ادبي انجمن څخه د پښتو ټولني ته نفر تللي دي نو ځکه دلته بايد ډير کار سوی وای.

دويچه ويلي: ستاسو په نظر څه بايد وسي تر څو په کندهار کي د فرهنګ نغری نور هم تود وساتل سي.

سپېڅلی: زه وايم دلته بايد د فرهنګيانو ترمابنځ باندي يوه رابطه موجوده وي او دغه تر ټولو ښه اطلاعات اوکلتور کولاي سي، مګر په خواشينۍ سره بايد ووايم چي نه پوهيږم چي اطلاعات اوکلتور ولي داسي بې تفاوته پاته دی او لکه څنګه چي په کارده هغسي کار نه کوي، دوی په مياشت کي يوه غونډه لري هغه هم ډير لږ شاعران راټوليږي، د طالبانو په وخت کي به مشاعره جوړېدل حتي د ولسواليو څخه به لا خلګ راتلل مګر اوس دغه نژدې د ښار خلګ لانه راځي، نو دغه يخه هواچي راغلې ده چي دغه ماته سي، د اطلاعاتو کلتور په نوښت باندي دا خپلي فرهنګي کړۍ سره راټولي کړي په يوه اتحاد په يوه اتفاق باندي کار ته اوږه ورکي.

دويچه ويلي: په کندهارکي د مطبوعاتو آزادي تر کمه ځايه سته، تاسو کولای سي چي د يوه زورواکي په اړه يوڅه وليکی يا هغه ستونزي راپورته کړی چي عام خلګ يي د چارواکو سره لري.

سپېڅلی: دغه يو شی زه ورڅخه خوشحاله يمه تر اوسه پوري چي ما په ځنو سرليکنو کي د زده کونکو په اړه يو څه ليکي او په هغه کي ځني خلګو ته يو نوکاره هم ورلګوم تر اوسه پوري چا نه دي راته ويلي، چي داستا نوکاري موږته متوجه دي، يا په راډيوګانوکي موږ ځني وخت يو شی خپرو، چي دلته توپکسالاري ده يا زورواکي ده تراوسه پوري چا ږغ نه دی کړی، نو ددې څخه معلوميږي چي اوس خلګ د مطبوعاتو زور ته قايل سوي دي او په دې پوهيږي، چي دا رشتياهم د هيواد څلورمه قوه ده.