1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دچين اويغوريانو په جرمني کي هم مظاهرې وکړې

۱۳۸۸ تیر ۲۴, چهارشنبه

د چين د سين کيانګ په ايالت کي په وروستيو ناآراميو کښي تر 156 اضافه کسان وژل سوي دي ،او د چين حکومت يوازی د ډيرو امنيتي قواوو په حضور سره د نورو اعتراضونو مخنيوی کړی دی ...

https://p.dw.com/p/IphY
په اروپايی هيوادو کښي د مظاهرو او اعتراضو صحنې
په اروپايی هيوادو کښي د مظاهرو او اعتراضو صحنېانځور: AP

خو د نړۍ په نورو هيوادو د هغې جملې څخه په جرمني کښی د هغه پر ضد مظاهرې او اعتراضونه تر سره کيږي .

اويغور د اتحاد او يووالي معنا ورکوي . اويغوريان د چين په لويديځ، د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان ته په نژديوالي کې ميشت خلک دي چې د سين کيانګ يا ختيځ تُرکستان په ايالت کې چې پلازمينه يې اورومچي ده، ژوند کوي . د اويغوريانو ژبه اويغوري يا اويغوري ترکي ده . اويغوريان زياتره د ښار خلک دي او په سوداګرۍ او کسب اخته دي .

اويغوريانو په دغه سيمه د چين له تسلط او لاس برۍ مخکي خپل خپلواک دولت درلود او د تاريخ په اوږدو کې يې څو واره د مغولستان او منځني آسيا د چارو واګي په لاس کې اخيستي دي . په اوسنيو کلونو کې د چين تراقتصادي پرمختګ وروسته، دغه سيمه هم د اقتصادي او ټولنيزو بدلونونو سره مخامخ شويده . د اويغورستان يو له وتلو ښارونو څخه کاشغر دی .

د اويغوريانو ژبه اويغوري يا اويغوري ترکي د ه. په اويغوري ژبه ډير کتابونه او ليکنې په اويغوري ليک دود سته . د زيږديزې نولسمي پيړۍ په پای کې د تورفان ښار ته نژدې د يوه غره په سوري کې په اويغوري ژبه او ليکدود ډير کتابونه موندل شوي دي .

د چنګيز خان په دوران کې چې مغولانو لا په خپله ژبه ليک دود او کتابت نه درلود، نو اويغوري ليک د مغول د حکومتونو لومړنی رسمي ليک دود وګرځيد. او د اويغوريانو له مسلمان کيدو وروسته د اويغوري د ليکدود ځای عربي ونيو. په وروستيو کلونو کې د اويغوريانو ليک دود په لاتين بدل شويدی، خوعربي ليک دود په تيره بيا په ديني برخو کې لا رواج لري .

د چين په سين کيانګ کې د نارامۍ وروستۍ پېښې هلته له زياتېدونکي قومي تاوتريخوالي پرده پورته کوي .

چين دډېره وخته په دې وياړي چې د 56 بېلابېلوقومونوپه لرلو په يوه ستره کورنۍ کې ګډ ژوند کوي .

خو په اورومچي او د سين کيانګ په نورو برخو کې وروستيو پېښو دغه انځور نور له منځه وړی دی . قومي تاوتريخوالي دغه سيمه له کلونو راهيسې تهديدوله .

اويغوريان حنيفي مذهبه مسلمانان او له قومي پلوه ترکان دي . دغه سيمه چې اوس سينګ شيانګ نومېږي، يو چيني نوم دی چې د (نوي مځکې يا سيمي) معنا ورکوي . او اويغور بيا د اتحاد او يووالي معنا لري .

همدغه سيمه له نسلونو نسلونو راهيسې د اويغوريانو ټاټوبی و. دغه سيمه د 1950 کلونو په لومړيو کلونوکې د اوسني چين ،د ولسي جمهوريت برخه شوه . په دې پسې د هان د چينايي قوم د ځواکونو او کډوالو لړۍ پيل شوه چې له ستراتيژيک پلوه دغه مهمي سيمي ته پرمختګ ورکړي او دفاع ترې وکړي .

د دغي تګلاري عواقب داسي شول چې په سيمه کې اويغوري اکثريت شپږ لسيزي مخکې له شاوخواپه سلو کې 75 څخه د اوسني وخت په سلو کې 45 ته راښکته شو.

اويغوريان د هان چينايانو په وړاندې کرکجن شول، او د خپلې قومی او فرهنګي پېژندنې د له منځه تلو مقاومت يې پيل کړ. چينايي کډوال چې د چين له ختيځ څخه يې دغي سيمي ته مخه کړې وه، د سيمي د خلکو له خوا له ساړه چلند سره او هم هلته له سختو شرايطو سره مخامخ شول .

د مرکزي حکومت تکل دا و چې په دغه سيمه کې اقتصادي پرمختګ راولي، خو پايلې تر ډېره ښکاري چې د ټولنې ګډولو او همغږۍ چارې پر اويغوريانو تپل شوي دي، چې د ګډژوند پر ځای يې لا نورقومی درز او ټکر رامنځته کړی دی .

د چين له اصلاحاتو او اقتصادی ودي سره اويغوريانو يو ځل بيا وليدل چې دوی شا ته پرېښودل شوي دي .

په سيمه کې بډايو او شتمنو زېرمو د چين د اقتصاد په غوړېدا کې مرسته کړې ده، خو سينګ کيانګ بيا هم د پرمختګ له سطحي وروسته پاته دی او عايدات يې د چين په ختيځ کې له بډايو سمندر غاړو سيمو په پرتله ډېر کښته دي .

اوس په داسي حال کې چې په کوټکونو او کورنيو وسلو سمبال په زرګونو هان چينايانو ته اجازه ورکړل شوې چې سړکونو ته ووځي، چارواکی په واقعيت کې هلته د قومی ډلو ترمنځ د تاوتريخوالي لا نوري زياتېدني ته لمن وهي .

له افغانستان سره په ګاونډيتوب کې د چین د پراته سین کیانک ایالت په اورمچي ښار کې د قبیلوي تاوتریخوالي له پیل راهیسي د وژل شویو کسانو شمیر د چين د خبرونو له مخې 156 او د ټپیانو شميرهم څه نا څه زرو تنو ته رسيدلی دی . خو د اويغور نړيوال کانګرس چې مرکز يې د جرمني د مونشن په ښار کې دی، د وژل شويو شمير 800 تنه اعلان کړی دی .

تاوتریخوالی هغه مهال د یکشنبې په ورځ پیل شو چې د اویغور د قوم، میشتو مسلمانانو له بلې میشتې چینایې لږکۍ هان سره جګړه پیل کړه.

پولیس وایې چې اویغوریانو په اورمچي ښار کې شاوخوا 200 موټران او په همدې شمیر د استوګني کورونه او دوکانونه هم سوځولي دي .

اویغور مسلمان قوم له کلونو کلونو راهیسې دلته د خپلواکۍ او ډیرو نورو حقونو د درلودو غوښتنه کوي خو د چین حکومت د هغوی غوښتني د چین ملي یو والي او ځمکنۍ بشپړتیا ته سپکاوی بولي .

معترض اویغوریان د اورمچي په ښار کې داله ګولې ضد پولیسو سره په څو برخو کې لاس او ګریوان شول او یو شمیر د پولیسو له خوا نیول شوي هم دي.

د دې خبر تر خپریدو پوري د چین د سینګ کیانک ایالت په اورمچي ښار کې چې پکښې یو شمیر افغانان هم ژوند کوي او د افغانستان له بدخشان ولایت سره ګډه پوله لري، د تاوتریخوالي د ختمیدو په اړه څه نه وه ویل شوي .

ویل کیږي چې د سین کیانک په ایالت کې نژدې دوه نیم ملیونه ایغوري مسلمانان ژوند کوي .

د اورپايي ټولنې د شورا سويډني مشرتابه، د چين د حالاتو په اړوند سخته اندېښنه ښکاره کړې، او د چېن له حکومت څخه يې غوښتي دي، چې د فکر او غونډو آزادۍ ته د درناوي په سترگه وگوري .

داويغوريانو د بشر د حقونو مدافعه ،رابعه قادر
داويغوريانو د بشر د حقونو مدافعه ،رابعه قادرانځور: picture-alliance/ dpa

د سې شنبې په ورځ دآلمان اويغوريان د مونشن د ښارپه مارين ډګرکې سره راټول شوي وه . زموږ خبريال دانيل کنوپ هم هغلته وو.دوی شعارونه ورکول ،« د اويغورو لپاره خپلواکي، په چين کې د پرګنو وژنه ودروي .»

د مونشن په مارين ډګر کې د چين د حکومت پر ضد شعارونه ورکول کيدل، حتی د چين يوه ګرځندويه ډله هم ورسره مخامخ شوه . پوليسو اويغوريان په زور په شا وټمبول . خو د چيناييانو« ووزۍ » ږغونه لاهم اوريدل کيدل .

د مونشن په مارين ډګر کې څه ناڅه 200 تنه اويغوريان سره راټول شوي وه . د هغو په ډله کې د کانګرس مشر عسکر خان هم وو. ده وويل:

« تصور وکړۍ چې ستاسې کورنۍ هلته ووژل شي، حلاله کړای شي . طبيعي ده چې سړی ځان نسي کنټرولولای . دا بايد د ټولو لپاره روښانه وي .ځکه زموږ خپلوان پلرونه ، ميندي او خويندي وروڼه هلته دي . دا ددوی د ژوند مسأله ده . موږ ويره لرو چې په دوی باندې به څه وشي، او ځيني به نور ژوندي نه وي .»

يوه لاروۍ بيا وايي ،« زه دلته راغلې يم او غواړم ښکاره کړم چې زه د چين پر حکومت باندي چې زما پرګنې له منځه وړي ، ډيره په غوسه يم . څه چې هلته تيريږي، زړه بوږنوونکي دي » .

د بشر د حقونو مدافعه رابعه قادر وايي چې ددې قوم په چين کې په يوه لوی زندان کې ژوند کوی او د يوه کلتوری ولس وژني قربانی دی، هغه څه چې دالايلامه يي د تبت د برخيلک په اړه هم يادونه کوی . په دا ډول خبرو سره دا د چين د دولت لخوا د تروريستې په نامه نومول کيږی . په داسي حال کې چې رابعه لا په ځوانۍ کې په سختو شرايطو کې لويه شوې او د مليونونو پانګې خاونده شوې او د پرګنو د کانګرس د استازې په توګه کار کوی . خو کله چې د اويغور په هکله د دې نيوکې سختې شوې نو په نه بخښونکی ډول په 1999 کال کې زندان ته واچول شوه . شپږ کاله دا د زندان د ميلو ترشا ناسته وه او له هغه وخته د بشری حقونو د ناوړه چلند رپوټ ورکوی چې دا يې شاهده وه . او اوس کله چې په اويغور کې پروتستونو له وژنو سره زور ونيو، د چين دولتی تلويزيون يې ملامتيا د اويغور پر نړيوال کانګرس او رابعې قادر باندي وراچوي .

کنوپ/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی : محمد قاسم نوري