1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دپاکستان او اروپايي ټولني ترمنځ لمړنی کنفرانس

۱۳۸۸ خرداد ۲۸, پنجشنبه

هغه په بروکسل کښي پدې خاطر جوړ سو،چه پاکستان د اسلامي تندلارو سره په مبارزه کښي يو ستراتيژيکي مهم رول بازي کوي ، خصوصأ په همسايه هيواد افغانستان کښي ...

https://p.dw.com/p/ISgx
اصف علي زرداري په بروکسل کښي د اروپايي ټولني په کنفرانس کښي
اصف علي زرداري په بروکسل کښي د اروپايي ټولني په کنفرانس کښيانځور: AP

خو پاکستان پخپله هم د خطر سره مخامخ دي . ددغه هيواد په شمال لويديز کښي طالبان د پاکستاني امنيتي قواوو سره په سختو جنګونو اخته دي ،او ځکه نو اروپايي ټولنه د پاکستان دداخلي سياست د ثبات څخه تشويش لري .

که دغه اټومي هيواد د اسلامي تندلارو په لاس کښي ولويږي ،نو دا د امنيتي – سياسي لحاظه يو ډير خطرناکه حالت دي .

د اروپايي ټولني عالي کميسار خوزې مانوييل باروسو جمهوررييس اصف علي زرداري وستايه او ويې ويل ، «موږ دده د عزم او ارادې تر اغيزي لاندي يو، نه يوازي دده ددې ارادې څخه چه پاکستان په يوه ديموکراتيک هيواد باندي تبديل کي، بلکه دده ددې هلو ځلو څخه هم ،تر څو هر اقدام تر سره کي ،اوددې مخنيوي وکي چه پاکستان د نړۍ په نورو برخو کښي هم د شخړو او ترهګرۍ د مرکز په حيث ونه ګرزي . »

د اروپايي ټولني د مرستو يوه برخه مستقيمأ د پاکستان پوليسو او اردوته ورکول کيږي . خو ددې تر څنګ اروپايي ټولنه غواړي د هغو سل هاوو زرو ملکيانو سره هم کومک وکي ،چه د جنګ د ساحې څخه خصوصأ سوات ددرې څخه تښتيدلي دي . يوازي په دې خاطر ټولني د 100 مليونو ايرو د ورکولو وعده ورکړه .

زرداري د منني څرګندولو پر وخت د خپلي وژل سوي ماندينې ياداوري هم وکړه ،«د پاکستان د خلګو، ددموکراسۍاو زما ماندينې بينظير بوټو چه د دموکراسۍ قرباني سول ، زه د اروپايي ټولني څخه مننه کوم، د ټول جهان څخه تشکر کوم چه په دغه برخه کښي يې خپله ونډه اخيستې ده ،د دموکراسۍ او جنګ څخه د ملاتړ په خاطر چه پاکستان يې په خپل هيواد کښي پر مخ بيايي . »

دسوات ددرې دجنګونو څخه مهاجر سوي کوچنيان
دسوات ددرې دجنګونو څخه مهاجر سوي کوچنيانانځور: picture-alliance/ dpa

خو اروپايي ټولني د زرداري څخه په ښکاره وغوښتل چه هغه څه غواړي . خارجي کميساري والډنر وويل ،«ددې په مقابل کي موږ غواړو چه پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه ډيره جدي ونيسي ،او دا چه په پاکستان کښي په هره خوا کي ډير کارونه په مخ کښي پراته دي ،بايد حکومتي رهبري ټولو مشکلاتو ته په ښه ډول جواب ووايي . موږ کولاي سو مثلأ د ښووني او روزني په برخه کي ګډه همکاري سره وکو . زه ګمان کوم چه پاکستان هغه همداسي جدي ونيسي ،لکه موږ چه يې نيسو . »

زرداري بروکسل ته په خپل راتګ سره ويلي وه چه دی کومک نه غواړي ،بلکه اقتصادي روابط او معاملات . خو دغه دواړه خبري يو دبل سره اړه لري . اروپايي ټولنه غواړي ددواړو تر منځ سوداګري او بېله ګمرکي محصوله د مالونو تبادلې ته پراختيا ورکي . خو د ګمرکي محصولاتو په برخه کښي عاجله وعده ورنکول سول .

اروپايي ټولنه بيا د پاکستان او همسايه هيوادو تر منځ د سيمه ايز تجارت ،خصوصأ هندوستان سره غوښتونکې ده . خو ددغي خبري امکان هم په اوس وخت کي لږ دی . ځکه چه پاکستان او هندوستان چه دواړه اټومي قدرتونه دي ، د پاکستان د تأسيس راهيسي يې تر منځ تشنج موجود دی ،او څو واره يې جنګونه هم سره کړي دي .

که ددوی په منځ کښي تجارت رونق پيدا کي ،نو به هغه په ټوله سيمه کښي د تشنج په کمولو کښي اغيزمن واقع سي .

هازل باخ/

کتونکي : محمد قاسم نوري