1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ديميستورا په افغانستان کي پوځي پرمختګ ته خوشبينه دی

۱۳۹۰ فروردین ۳, چهارشنبه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ويلي دي چي د اوسنيودومدارو خونړيو پيښو سره سره په افغانستان کي د امريکا په مشرۍ د پوځ ډيريدل د کاميابۍ پر لور څرګندتيا ښيي او طالبان په دفاعي حالت کي دي.

https://p.dw.com/p/RBsJ
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی شتيفن ديميستورا
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی شتيفن ديميستوراانځور: AP

شتيفن ديمستورا چي په افغانستان کي د ملګرو ملتو د عمومي منشي ځانګړی استازی دی، دغه ارزونه په امريکا متحده ايالاتو کي د عاموخلکو له هغو انديښنو سره تناقض لري چي د افغانستان د جګړې په هکله يي وخت په وخت څرګندوي.

دغه جګړه چي اوس خپل لسم کال ته ننوتې په متحده ايالاتو کي د عامو خلکو ملاتړ د ځان سره نه لري.

په افغانستان کي د امرکيايي سرتيرو زياتوالی د ولسمشربارک اوباما د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په مياشت کي د افغانستان د ستراتيزي يوه برخه وه.

په اوسني وخت کي په افغانستان کي د امرکيايي سرتيور شمير تر يو لکو پوري رسيږي چي قومانده يي د جنرال ديويد پيتريياس په غاړ ده، هغه په عيني وخت کي په افغانستان کي د ناتوعمومي قوماندان هم دی.

ديميستورا په واشنګټن کي د منځني ختيځ په څېړنيزمرکز کي کارپوهانو ته وويل « د جنرال پيتريياس لخوا په پوځ کي د ډيروالي ستراتيژي واقعاً کار وکړ.»

ديميستورا چي د پيتريياس سره د عراق له وخته ملگرتيا لري، پر دي خبره اعتراف وکړی چي په افغانستان کي د زور زياتيو وضعيت « ډير خراب» دی.

هغه زياته کړه طالبان اوس له هغو سيمو څخه چي تر فشار لاندي دي ليري حملې کوي او او د بې ګناه خلکو په وژلو لاس پوري کوي.

د ملګرو ملتو ځانګړي استازي وويل ، دا خورا مهمه ده چي سړی پوه سي چي ايا طالبان به وتوانيږي، چي په دوبي کي ځان بيرته سنبال او حملې وکړي. خو هغه زياته کړه چي سږ کال تر ټولو مهمه خبره دا ده چي د افغانستان د يو سياسي حل لپاره په خبرو کي پرمختګ وسي.

هغه وويل« پوځي اړخ د پايداري کاميابۍ ضامن ندی، موږ ټول پدې موافق يو، هر څوک او زما په نظر حتي طالبان هم. په افغانستان کي يوازي د پوځي لاري بری ناشونی دی.»

د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما ، هيله من دی چي د پلان سره سم به ددې کال د جولای په مياشت کي د خپلو عسکرو په ايستلو پيل وکړي او د ۲۰۱۴ کال تر پايه به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه راوباسي.

ديميستورا وايي چي دی په افغانستان کي د ملګرو ملتونو په مرسته د پخلايني د هلوځلو ملاتړ کوي او په پام کي لري چي، امريکايان د هغوطالبانو سره خبرو ته کيښني، چي د هغوي د ليکو څخه بيل سوي دي.

تيره مياشت هيلري کلنټن په خپله يوې وينا کي پر يو سياسي حل ټينګار وکړ او هيله يې ښکاره کړه چي عادي طالبان بايد د القاعدې د افراطينو څخه بيل کړای سي.

ملګري ملتونه وايي چي ۲۰۱۰ کال د ملکي وګړو د وژني له امله خونړی کال وو، چي ۲۷۷۷ ملکي کسان پکښي وژل سوي. د دغو مرګ ژوبلو لپاره تر زياتي کچي طالبان ګرم ګڼل سوي دي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل