1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه کاله وروسته؛ دونالد ترمپ اوس هم بې سابقه ولسمشر دی

۱۳۹۷ دی ۳۰, یکشنبه

که څه هم د ولسمشر په توګه د دونالد ترمپ د ټاکل کیدو پر مهال داسې هیلې وي چې هغه به خپلې ډیرې څرګندونې د عمل په ډګر کې پیاده نه کړي، خو د امریکا متحده ایالاتو دغه ولسمشر په تیرو دوو کلونو کې ډیر څه بدل کړي دي.

https://p.dw.com/p/3Brlg
USA, Washington:  Präsident Trump bei einer Midterm elections Pressekonferenz im Weißen Haus
انځور: REUTERS

دونالد ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د خپل کار په لومړیو دوو کلونو کې ډیر څه بدل کړي دي. هغه له ایران سره له اټومي تړونه، د اقلیم په تړاو د فرانسې له تاریخي موافقې او همداراز له اسیا سره د امریکا له تجارتي تړون څخه خپل هیواد بهر کړ.

پر دې سربیر دونالد ترمپ د چین او امریکا تر منځ یوه سوداګریزه جګړه پیل کړه، او د واشنګټن پر ټولو نزدې متحدې، اروپايي ټولنې، یې لوړې ګمرکي تعرفې وضع کړي.

ترمپ په عین حال کې له سوریې څخه په چټکه توګه د امریکايي ځواکونو د وتلو امر وکړ او ویل کیږي چې په افغانستان کې هم د واشنګټن د لا کم پوځي حضور پلوي دي.

د امریکا په کورني سیاست کې بیا ترمپ د دې هیواد په نزدې تاریخ کې په مالیاتي قانون کې تر بل هر وخت لوی بدلون رامنځ ته کړ او د بې اسناده مهاجرو پر ضد یې تر ټولو پراخ اقدامات وکړل. د ولسمشر دونالد ترمپ د کار په لومړیو دوو کلونو کې امریکا متحده ایالات د بودجي د نه تصویبیدو له کبله حکومتي ادارو په قسمي ډول د بل هر وخت په پرتله د اوږدې مودې له پاره تړلې پاتې شوې.

دونالد ترمپ همداراز ډیر زیات قاضیان په کار ګومارلي دي او د امریکا متحده ایالاتو فضايي سکتور ته د یوې بلې بڼې ورکولو په حال کې دی.

«د امریکا پر موقف ډیره ناوړه اغیزه» 

دا پر روان وضعیت باندې د ترمپ د اغیزې یو څو لویې بیلګې دي. که څه هم اوس د ترمپ پر دغو اقداماتو باندې سختې نیوکې کیږي، خو باید د ترمپ دغه پریکړې څوک حیران نه کړي ځکه هغه د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال خپلو پلویانو ته د دغو ټولو کارونو د ترسره کولو ژمنې کړې وې.

د ترمپ دغو اقداماتو په نړۍ کې د امریکا انځور بدل کړی دی. له هارورد پوهنتون څخه جوزیف نایې، وایي: «زه فکر کوم چې ترمپ د امریکا پر بهرني سیاست باندې ډیره منفي اغیزه لرلې ده او په یقین سره په نړۍ کې د امریکا پر نرم نفوذ باندې هم د هغه اغیزه منفې وه.»

نایې وایي چې د اقلیم په اړه د پاریس له تړون څخه د دونالد ترمپ وتل، د دغه ولسمشر تر ټولو بده اوږد مهاله عواقب لروونکې سیاسي پریکړه ده. په لنډ مهال کې د نایې له نظر د ایران له اتومي تړون څخه د ترمپ وتل او د امریکا له اروپايي متحدینو سره د واشنګټن د اړیکو خړول، د ولسمشر دونالد ترمپ ناسمې پریکړې دي.

«هیڅ ولسمشر د ټرمپ په څیر بې سابقه نه وو»

د ټرمپ دغو پریکړو، د هغه انداز او د ناسمو معلوماتو ورکولو دغه امریکایي ولسمشر په یوه بې سابقه واکمن بدل کړی دی. نایي وایي: «موږ خطرناکه او ستونزمن ولسمشران لرلي دي کله ریچارد نیکسن او لایدن جانسون. خو هیڅوک هم د ترمپ په څیر بې سابقه او دروغجن نه وو.»

د ویرجینیا د پوهنتون د میلر له مرکز حخه باربرا پیرې، وايي چې د دونالد ترمپ د کار لومړي دوه کاله ښيي چې هغه په رښتیا سره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرانو په ډله کې بې سارې دی.

هغه وایي: «زه به یوازې ووایم چې هغه بې سابقه ولسمشر دی. هغه له نورو ډیر توپیر لري.»

باربرا روښانوي چې که څه هم تر دې مخکې په امریکا کې یو شمیر خطرناکو سیاستوالو فعالیت کوه خو هغوی د دې هیواد د انتخاباتي جوړښت په مرسته هیڅ  کله هم د ولسمشرۍ تر څوکۍ و نه رسیدل. خو ترمپ بیا د همدې سیستم په کارولو سره سپینې ماڼۍ ته لار وموندله.

هغه څه چې ترمپ له نورو سیاستوالو بیلوي، ټولنیزو رسنیو ته د هغه لاسرسي او په میلیونو امریکانو سره د هغه مستقیمه اړیکه ده. نایې وایي چې د ترمپ دوه راتلونکي کاله به تر دې هم له لویې بدلونونو سره چې څوک یې تمه نه کوي، مل وي.