1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه پخواني کاتولیک مذهبي مشران سپیڅلي وگڼل شول

محمد شیرین گردیوال (دویچه ویله)۱۳۹۳ اردیبهشت ۷, یکشنبه

د مسیحي کاتولیکانو مذهبي مشر فرانسیس، د لسگونو زرو کاتولیکانو په حضور کې خپل دوه پخواني سلف، جان پال «دوهم» او جان پال «۲۳م» سپیڅلي وگڼل.

https://p.dw.com/p/1BpBv
انځور: Reuters

په کاتولیکي کلیسا کې هغه څوک سپیڅلی گڼل کیږي چې د نیک عمل له لحاظه د هغه ژوند د نورو له پاره نمونه وگرځي او یا هم له ځان څخه یې یوه یا دوه معجزې ښوولې وي.

د نړۍ د حکومتي او دولتي مشرانو او یو گڼ شمیر سازمانونو د استازو تر څنگ د نړۍ له گوټ گوټ څخه په سلگونو زره خلک د روم د پیتر نومې ډگر کی سره راټول شول، چیرته چې د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس خپل دوه سلف، جان پال دوهم چې په خټه پولنډی وو او جان ۲۳م چې په خټه ایټالوی وو، له خپل مذهبي مقرراتو سره سم «سپیڅلي» وگڼل.

Papstbesuch in Freising 2006
انځور: picture-alliance/dpa

هغه څوک چې د مسیحي کاتولیک کلیسا له خوا سپیڅلی گڼل کیږي، هغه باید یو گڼ شمیر مذهبي معیارونه پوره کړي او له یوې اوږدې مذهبي پروسې څخه تیر شي. خو د جان پال دوهم د سپیڅلتوب د گڼلو له پاره دغه پروسه په ډیر چټکتیا سره بشپړه شوه چې د کاتولیکي کلیسا په تاریخ کې بې سارې ده.

د دغه پروسې د لنډولو یو دلیل دا دی چې خپله فقید پال دوهم په ۱۹۸۳ کال کې یو بنسټ کیښود چې «کیدای شي د یوه شخص د سپیڅلتوب د گڼل کیدو له پاره د نیک یا صالح گڼل کیدو لومړی پړاو، د نوموړي مقام له پاره د کاندید شخص د مړیني څخه پنځه کاله وروسته پرانیستل شي.» خو د هغه ځای نیونکي بینیدیکت شپاړلسم په ۲۰۰۶ کال کې آن د نوموړي پاپ د مړینې په لومړۍ ورځ په استثنایي توگه د دغې پروسې د پیل امر ورکړ. پنځه کاله وروسته بینیدیکت خپل سلف، پاول دوهم د «نیک» په توگه وگاڼه چې «د سپیڅلتوب» څخه مخکې یو مذهبي مقام دی.

د سپیڅلتوب د مقام پر پروسه باندې ټینگ کنترول

په پخوا زمانه کې د کلیسا په دود کې د یوه شخص د سپیڅلي گڼلو له پاره کومه رسمي او تشریفاتي پروسه موجوده نه وه. دا چې کله نا کله د داسې مقام په منلو کې وخت په وخت له افراط څخه کار اخیستل شوی دی او یا هم د یوه شخص پلویتوب شوی دی، نو تصمیم ونیول شو چې د سپیڅلتوب د مقام د ورکولو صلاحیت یوازې باید د پاپ په اختیار کې وي. د آلمان د اوگسبورگ اسقف اولریش، لومړنی مذهبي مشر وو چې د یوه پاپ له خوا په ۹۹۳ کال کې ورته د «سپیڅلتوب» مقام ورکړل شو.

د دې له پاره چې د سپیڅلتوب مقام د ورکړې پروسه کنترول کړای شي، د کاتولیک کلیسا له لسو پیړیو راهیسې په دې برخه کې ډیر سخت مذهبي مقررات ټاکلي دي. څوک چې په کاتولیکي کلیسا کې سپیڅلی گڼل کیږي، هغه باید په خپل ژوند کې د نیک عملونو له لحاظه د نورو له پاره نمونه او سرمشق وي او په حقیقت کې لږ تر لږه دوه معجزې یې په خپل ژوند کې ښوولې وي.

واتیکان، خپل دوه مذهبي مشران سپیڅلي وگڼل
واتیکان، خپل دوه مذهبي مشران سپیڅلي وگڼلانځور: Getty Images

د کاتولیکي کلیسا له خوا په ۲۰۰۴ کال کې د وړاندې شوو معلوماتو له مخې تر اوسه پورې په دغې کلیسا کې په ټولیزه توگه ۶۶۵۰ کسان «نیک» او «سپیڅلې» گڼل شوي دي.

د کاتولیکي تعلیماتو له مخې «نیک» او «سپیڅلي» گڼل شوي شخصیتونه د متعقدینو له خوا هغوی ته وړاندې شوې غوښتنې خپله هغوی شخصا نه پوره کوي، بلکه هغوی له معتقدینو سره په گډه خدای ته دعا کوي تر څو د هغوی غوښتنې پوره کړای شي. د دې له پاره چې یو شخص سپیڅلی وگڼل شي، د کلیسایي حقوقو له مخې یوه ډیره سخته پروسه پر لاره اچول کیږي چې د دنیوي قضا سره پرتله کیدای شي، کومه کې چې معمولا وکیلان، قاضیان او کارپوهان گډون کوي. کله چې ټول شرایط پوره کړای شي، بیا نوپاپ په خپله تصمیم نیسي.

د پخواني فقید پاپ جان پال دوهم د سپیڅلتوب پسمنظر

کله چې د جان پال دوهم د «نیک» مقام د تر لاسه کولو پر پروسه باندې غور کیده، نو د هغه په هکله د یوې فرانسوۍ میرمنې قضیه چې د «پارکینسون» یا د «لړزې پر ناروغۍ» باندې اخته وه، د یوې معجزی په توگه ومنل شوه. دغه راز د هغه په هکله یوه دوهمه معجزه وروسته له هغې ومنل شوه چې یو روغتیایي کمیسیون د کوستکاریکا څخه د یوې میرمنې د رغیدو خبره تصدیق کړه. دغې میرمنې مغزي صدمه لیدلې وه او ډاکتران د هغې له درملنې څخه عاجز شوي ول. ویل کیږي په هغه ورځ چې پاپ جان پال د «نیک» شخصیت په توگه گڼل کیده، هغې په دې هیله خدای ته دعا وکړه چې د نوموړي په برکت هغه له دې ناروغۍ څخه وژغورل شي.

Vatikan Heiligsprechung zweier Päpste
انځور: Reuters

د واتیکان د یوه ویاند د وینا له مخې د بل پاپ جان ۲۳م په هکله چې «سپیڅلی» وگڼل شي، د معجزې د ښوولو له پاره اړتیا نه شته، ځکه چې د هغه «نیک» او «صالح» عمل په هکله ټول خبر دي.

د یکشنبې د ورځې په مراسمو کې چې د اوسني پاپ له خوا نوموړي دوه تنه د سپیڅلو په توگه وگڼل شول، د نړۍ لږ تر لږه د ۱۹ هیوادونو دولتي او حکومتي مشرانو او پخواني پاپ بیندیکت شپاړلسم، یوزیف راتڅینگر هم گډون کړی وو.