1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه فرانسوي مرسته کونکي په افغانستان کې بې درکه شوي دي

۱۳۸۶ فروردین ۱۵, چهارشنبه

د افغانستان په جنوب لويديځ کې د پوليسو په وينا دوه تنه مرستندويان لادرکه شوي دي. دواړه فرانسويان، يوه ښځه او يو سړی له خپل افغان موټروان، يوه ژباړونکي او يو بل تن افغان سره له نيومروز څخه د فراه ولايت ته په لار کې وو.

https://p.dw.com/p/DKAH
دغه کسان د سه شنبې راهيسې لا درکه دي
دغه کسان د سه شنبې راهيسې لا درکه ديانځور: Pahjwok Afghan News
د فرانسې د باندنيو چارو وزارت اعلان کړی دی چې دغه کسان د سه شنبې راهيسې بې درکه شوي دي. دغو دواړو فرانسويانو په نيمروز کې د ښځو او نجونو دپاره په يوه تعمليمي پروژه کې کار کاوه.