1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«دولدونګ» لرونکي مهاجر د ايستل کېدو په انتظار

۱۳۹۴ بهمن ۲۷, سه‌شنبه

په آلمان کي ګڼ شمېر پناه غوښتونکي د «دولدونګ» په نوم سند لري او د ايستل کېدو په انتظار دي. خو د آلمان د بادن ويورتمبېرګ ايالتي لومړی وزير وايي اوږد مهال «دولدونګ» لرونکو ته بايد د پاته کېدو اجازه ورکول سي.

https://p.dw.com/p/1HwL7
انځور: picture-alliance/dpa

«Duldung» د آلماني ژبي لغت دی چي معنی يې د «زغم» ده. په دغه نوم و هغو کسانو ته چي په آلمان کي د پاته کېدو قانوني حق نه لري، يو ډول سند ورکول کيږي. دغه سند په اصطلاح د دې مانا لري چي څښتن کس په دې انتظار دی چي په راتلونکي وخت کي له آلمان څخه وايستل سي. «دولدونګ» هغوی کسانو ته ورکول کيږي چي پناه غوښتنه يې رد سوې وي او په سمدلاسه توګه د ايستل کېدو په لاره کي يې يو خنډ موجود وي، لکه د اسنادو نه شتون، د هويت نه څرګندېدل او داسي نور.

د اعداد و شمېرو له مخي د ۲۰۱۵ کال په نوامبر مياشت کي په آلمان کي تر ۱۵۱ زرو څخه زيات داسي بهرنيان ثبت ول، چي د «دولدونګ» سند ورکول سوی ؤ. په بله اصطلاح ياد شمېر انسانان په آلمان کي د پاته کېدو د حق نه درلودلو باوجوده «زغمول» کېدل. د هغه څخه يو کال مخکي يعني په ۲۰۱۴ کال د «دولدونګ» درلودونکو کسانو شمېر ۱۱۳ زره ؤ.

«دولدونګ» اکثره وختونه صرف د څو مياشتو له پاره ورکول کيږي، خو بيا وروسته په تکراري ډول تمديد کېدلای سي. د «دولدونګ» لرونکي بهرنيان حد اقل د ۱۸ مياشتو پرله پسې «دولدونګ» درلودلو وروسته په آلمان کي د پاته ميعادي پاته کېدو د سند يا ميعادي اقامې له پاره غوښتنليک ورکولای سي. خو به بعضي مواردو کي «دولدونګ» لرونکي کسان حتی تر ۸ کالو پوري اجازه نه لري چي د اقامې «آوفنتهالتس اېرلاوبنيس» غوښتنه وکړي.

اوس د آلمان د بادن ويورتمبېرګ فډرالي ايالتي لومړي وزير وينفريد ګرېچمان غوښتنه کړې، چي تر ۲۰ زرو پوري «دولدونګ» لرونکو بهرنيانو ته دي په آلمان کي د پاته کېدو اقامه ورکول سي. د هغه په وينا دا ښه خبره نه ده چي هغه بهرنيان چي په آلمان کي يې ريښې ټينګي کړي، بېرته خپلو هيوادونو ته ولېږدول سي. د آلمانۍ ورځپاڼي «تاګس څايتُنګ» د راپور له مخي ګرېچمان غوښتنه کوي چي ټول هغه اوږدمهاله دولدونګ لرونکي کسان چي د ۲۰۱۳ کال د دسامبر تر ۳۱مې نېټي مخکي آلمان ته راغلي ول، بايد د اقامه ورکولو پر سر يې غور وسي.