1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوسلدورف: د مهاجرو په کمپ کي لوی اور لګېدلی

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ خرداد ۱۸, سه‌شنبه

د آلمان د دوسلدورف ښار په يو مهاجر کمپ کي د اور لګېدنې له کبله د سيمي خلک ډېر وېرېدلي دي. دغه کمپ د ياد ښار و لوی نندارتون ته نژدې دی.

https://p.dw.com/p/1J21s
انځور: picture-alliance/dpa/D. Young

له ليري څخه د اور لګېدني له کبله پورته کېدونکی دود ليدل کيدلای سوای. دغه دود د سيمي خلک ډېر وارخطا کړل. اور د مهاجرو په يو داسي کمپ کي لګېدلی چي د ښار د نندارتونونو و لوی سالون يا «مېسه» ته نژدې واقع دی.

د ښار چارواکو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د جون ۷مه نېټه) وويل چي د اور لګېدني پر وخت په دغه کمپ کي ۱۳۰ پناه غوښتونکي موجود ول چي ټوله ژغورل سوي دي. زياته سوې ده چي ۲۱ پناه غوښتونکي د دود د تنفس کولو له کبله و روغتون ته ولېږل سول.

ويل سوي چي په دغه مهاجر کمپ کي چي په اصل کي يو لوی سالون دی، صرف داسي مجرد نارينه مهاجر موجود ول چي کورنۍ نه لري. د دغو مهاجرو اکثريت له سوريې، عراق او افغانستان څخه ول.

دا چي د اورلګېدنې لامل څه شوی ؤ، لا تر اوسه څرګنده سوې نه ده. د اور وژونکې عملې يو همکار ويلي چي کله چي د اور وژونکو ډله هلته ورسېدل نو د پخواني نندارتون څخه جوړ کړل سوی دغه مهاجر کمپ په بشپړه توګه د اور په لمبو کي راګير ؤ. ويل سوي چي تور دود له ليري سيمو څخه تر سترګو کېدلای سوای.

د چارواکو په وينا په دغه لوی تالار ډوله کمپ کي ۲۸۲ مجردين نارینه ځای پر ځای دي چي د اور لګېدني پر وخت صرف ۱۳۰ حاضر ول. د دغه مهاجر کمپ اوسېدونکي په عبوري توګه بل ځای ته انتقال کړل سوي دي.