دهند پر يوه اورګاډی باندي ګوزار ښايي د ياغيانو کار وي
۱۳۸۹ خرداد ۷, جمعهددغه ګوزار مسؤليت «دپوليسو دځواک په ضد دولس دکميټې » په نامه ډلی چي دماؤيستانو له خوايي ملاتړ کيږي، پر غاړه اخيستی دی .
لکه څنګه چي دPress Trust of India په نامه دهند دخبر رسولو دآژانس په یوه رپوټ کی ويل شويدي ، نوموړي ماويستي ډلي ، دتيلفون په لیکه داخبره کړې چي دوی دلويديځ بنګال دایالت د Midnapore په سيمه کي په یوه اورګاډی باندی پرون شپه يو ګوزار کړی دی . دغه سیمه دماويستي پاڅيدونکودپلويانوتر نفوذ لاندي یوه سیمه بلل کیږي .
ماؤيستان چي په دغه سيمه کي په بيلا بيلوډلو ويشل شوي دي ،دا ادعا لري چی دوی دبيوزلو وګړو او دهغه کروندګرو له حقونو څخه دفاع کوي چي ځمکي نلري .
دپيښی څخه وروسته ، دنجات ډله په ټولو ممکنه وسايلو سره هڅه کوي چي د چپه شوي ګاډو څخه هغه کسان راوباسي چي تردغي چاودني وروسته ژوندي پاته دي . يو منصبدار وايي چي مونږ بايده دي چي واګونونه مات کړو تر څو چي انسانان ورڅخه را وباسو . دغه اورګاډی دممباي او کلکتې ترمنځ دشپي مزل کاوه چي ناببره دګاډی دکرښي څخه واوښتی .
دهند داورګاډو دوزارت دمسؤلينو دپاره خبره مخکي دمخه روښانه وه چي دا يو ګوزار ؤ . د وزارت يو وياند وايي،
«دپیښي علت ديوه بم چاودنه وه . يوه ډیره سخته چاودنه وه . ګاډی ګړنډی روان ؤ، چي يو ناڅاپه دغه پيښه وشول . دا زما دپاره يو وحشیانه عمل بلل کيږي . او داعمل بايد سخت وغندل شي . »
هسي چي ويل کیږی ، 13 واګونونه دګاډی دکرښی څخه اوښتي . او په همدې وخت کي يو بل بار وړونکی ګاډي دمخامخ پلو څخه راغلی او دواړه ګاډي سره ولگيدل . دهند دننه دچارو وزير هم دسبو تاژ ديوه عمل څخه خبري کړي خو خبره داده چي دغه سوبوتاژ څه ډول يو سبوتاژ و . دهند يو پوځي منصبدار چي ددغي پيښي څارنه کوي وايي چي دگاډي دپټليو يوه ټوټه نسته، چي کيدای شي دغه پټلي بيله شوې وي . دی وايي ،
«څه چي زه دلته وينم ماته څرګندیږي ، دګاډي دپتليو یوه برخه لري کړای شوې ده ، خو پوښتنه داده چي آيا کيدای شي داورګاډی دچپه کيدلو علت همدا وي او که څنګه . بايد دپټلي دغه ټوټه مونږدلته موندلې وای خوهغه نشته . »
دمخه داسي ګومان کيده چي په دغه پیښه کي به دماويستي پاڅیدونکو لاس وي، ځکه په دغه سیمه کي دغه ډله ډير فعاله ده . او دوی په دی آخرنيو وختونو کي دحکومت دتعرضي عملیاتو په مقابل کي دپوليسو پر تاڼو ، او دسرويسو او ګاډو په تم ځایونو باندي په بريد کولو سره غبرګونونه ښودليدي . دهند داورګاډو دچارو وزيره وايي چي :
«دا واضح خبره ده چي يو بم ګوزار شويدی . زه دمسافرینو له امله ډیر سخته خواشينې یمه ، دوی بيګنا خلک وه، ولي دوی دغه ګوزار کړيدی ؟ دانسانانو ژوند خو ارزښت لري . »
يو هندی منصبدار وايي : داچي په رښتيا سره به داکار دماويستانو له خوا شوی وي ، سړی به روان وخت کي څه نسی ویلای . دغه پيښه په هند کي په داسي يوه وخت کی کیږی ،چي څوورځي دمخه دهند يوه مسافر وړونکي الوتکه هم را غورځيدلې وه . په هغه پيښه کي د 150 څخه زيات کسان وژل شوي وه .
Küstner, Kai / فضلي
کتونکي : محمد قاسم نوري