1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دنړۍ مشرانو دپرون ورځي دانتخاباتو څخه خوښي ښکاره کړيده

۱۳۸۸ مرداد ۳۰, جمعه

دنړۍ دامن جرګې افغانستان ته د جمهوري رياست او ولايتی شوراګانو د انتخاباتو په مناسبت مبارکي ويلې ده ...

https://p.dw.com/p/JFmP
د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون
د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مونانځور: picture-alliance/ dpa

په هغو توضيحاتوکي چي تيره شپه دنوموړي جرګې دمشرتابه لخوا په نيويارک کي خپره شوه، راغلي دي چي دامن دجرګې غړي دافغانستان خلکو ته پدې تاريخي انتخاباتو کي دګډون مبارکي وايي . په عين وخت کي دياغيانو ګوزارونه غندل شويدي .

پخوا له هغه دملګرو ملتودموسسې سرمنشي بان کي مون افغانانوته دهغو دزغردي اوددې چي دطالبانو دګواښونو سره سره انتخاباتو ته تللي دي ، مبارکي ويلې وه . د انتخاباتو په ورځ په افغانستان کي دګوزارونو او جګړو په ترڅ کي 50 کسه وژل شوي وه . د ټاکنو غيررسمي نتيجې به په راتلونکو ورځو، اودهغو رسمي نتيجې به دسپتمبر دمياشتي په 17 نيټه اعلام شي .

د رياست جمهورۍ اودولايتي شوراګانو درایو شميرل د انتخاباتي حوضو د تړل کيدو څخه سمدستي وروسته پيل شويدي . که کوم کانديد د جمهوري رياست انتخابات په مطلق اکثريت سره ونسي ګټلای، نو داکتوبر په سرکي به ددوی دواړوترمنځ چي ترټولو يې ډيري رايي ګټلي وي، بيا انتخابات وسي .

په کابل کي دټاکنو خپلواک کمسيون ويلي دي چي په سلوکي په 95 انتخاباتي حوضو کي انتخاباتو سم بهير موندلی دی . ددفاع وزارت درامنځته سوو پيښو شمير 135بللی دی .

ميرکل او اوباما هم د افغانستان د انتخاباتو په مناسبت مبارکي ويلې ده
ميرکل او اوباما هم د افغانستان د انتخاباتو په مناسبت مبارکي ويلې دهانځور: AP

دجرمني صدراعظمه ميرمن انګيلا مرکل انتخابات « دافغانستان دديموکراتو پرمختګونو په تاريخ کي مهم فصل بللی دی » . دې څرګنده کړيده چي داددې نخښه هم ده چي په افغانستان کي ډير تغير راغلی دی . اودبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير دافغانستان ټاکني وروسته له 30کالو ترور، اوجګړې څخه دديموکراتو فضيلتونو دبرياليتوب په حيث ستايلي دي .

دامريکا دمتحده ايالتونو جمهوررييس په ټينګار سره ويلي دي چي غواړي په راتلونکي کي هم په افغانستان کي دزور لارو اسلاميانو پر ضد اقدام وکړي . اوزياته کړې يې ده ،مونږ بايده دي پدي ډاډه يواو ځان په رښتيا سره پردې متمرکز کړو چي په افغانستان کي خپله دنده ترپايه پوري ترسره کړو . خو دابه وخت ته اړتيا ولري .

دالمان داتحادي جمهوريت دبهرنيو چارو په وزارت کي ددولت وزير اِرلر دافغانستان درياست جمهورۍ انتخابات دزورلارو طالبانو دناکامۍ په توګه ارزيابي کړي دي . او ويلي يې دي ،دا يو پرمختګ دی چي ترداسي شرايطو لاندي په افغانستان کي دويم وار ديموکراتيک نتخابات تر سره شول . په افغانستان کي اوس دا آګاهي منځته راغلې ده چي پر سمه لار روان دي . ده دا خبره ناممکنه نده بللې، چي ددوو کانديدانوترمنځ چي تر ټولو ډيري رايي يې ګټلي وي ، بيا انتخابات وشي . او ويلي يې دي چي دطالبانو دفعاليتونو ګواښ تراوسه هم لاسته . ممکن د بي نظميو څخه شکايتونه وشي . ده ويلي دي چي دا دافغانانو چي نه يوازي دزور زياتي ګواښ ورته شوي وو، بلکه زياتی پرې چلول شوی هم دی، ډيره زغرده ښيي، چي سره له هغه هم په مليون هاووتنه انتخاباتو ته تللي دي .

پدې منځ کي د فعلي جمهوررييس حامد کرزي دانتخاباتي مبارزې مشر څرګنده کړيده چي دلمړيو شميرنو له مخي کرزي انتخابات ګټلي دي .

پاته دي نوي ،چي دانتخاباتو دخپلواک کمسيون لخوا ورکړل شويو معلوماتو له مخي پدغوانتخاباتوکي دهغو کسانو چي دانتخابولو حق يې درلوده ،په سلوکي د40 او 50 کسو ترمنځ برخه اخيستې وه، اوپه انتخاباتوکي ګډون دبيلو بيلو سيمو ترمنځ فرق درلود .

Dpa/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري