1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دنمارک: د افغانستان امنیتی ځواک باید په خپلو پښو ودریږی

۱۳۸۹ اسفند ۶, جمعه

د دنمارک سفیر په کابل کی وویل د یوه نوي تړون له مخی د هغه هیواد به له افغان پولیسو سره خپلي مرستي دوه برابره کړي او زیاته یی کړه چی د سل ملیونوامریکايي ډالرو ډیره برخه به تر 2014 کال پوري د پولیسو د روزلو لپاره ولګول سي

https://p.dw.com/p/R48v
د دنمارک یو پولیسی روزونکی د ایروپول د ماموریت په چوکاټ کی افغان پولیس روزی
د دنمارک یو پولیسی روزونکی د ایروپول د ماموریت په چوکاټ کی افغان پولیس روزیانځور: picture alliance/dpa

دنمارک به له 2014 کال وروسته یو سرتیری هم په افغانستان کی و نه لري او همدا سږ کال به د خپلو جنګی عسکرو په وتلو ورو ورو پیل وکړی. دا خبره افغانستان ته د دنمارک سفیر، کرسټین ډامیسکورد په کابل کی یو خبری غوڼدی وکړه.

د ډنمارک هیواد چی د شمالي اتلانتیک ناټو تړون غړي توب لري غواړي په افغانستان کی خپل ماموریت پای ته ورسوي.

د دغه هیواد ډیر سرتیري د افغانستان په جنوبي هلمند کی له امریکايی ځواکونو سره یو ځای د زور پالو پر وړاندي ماموریت پر مخ بیایی.

ډامیسکورد یادونه وکړه چی وویل چی هیواد به یی له 2014 کال وروسته یو سرتیری هم په افغانستان کی و نه لري. خو نوموړی وايي چی هیواد به یی پر هر حالت کی له افغانستان سره خپلو ملکي مرستو ته دوام ورکړي

کرسټین ډامیسکورد وایی چې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو را پدی خوا یی هیواد د افغانستان د بیا ودانولو په برخه کی د ملیونونو ډالرو مرسته کړي او ملکي مرستي به همداسي دوام ومومي.

سټیفن ډي میسکورد په دی باب وړاندي داسي وویل:« له 2014 کال وروسته به هیڅ یو ډنمارکۍ سرتیري په افغانستان کی پاتي نه شي، خو د ناټو په چوکاټ کی به زمونږ ملکی مرستي له افغانستان سره دوام ولري.»

نوموړی زیاتوي چی هیواد به یی ورروسته تر دی له افغانستان سره خپلي مرستي دوه ځله زیاتي کړي.

په کابل کی د دنمارک سفیر وايي چی په روان عیسوي کال کی به له افغانستان سره د دنمارک مرستي سل ملیونه امریکايي ډالرو ته لوړي سي کومي چی تیر کال یی اندازه یوازي پنځوس ملیونه ډالره وه.

نوموړی وايي چی له افغانستان سره به د دوي د هیواد ډیره مرسته شوي پیسې د افغان پولیس ځواک د روزولو په برخه کی ولګول سي.

افغان پولیس ځواک دمګړۍ د آلمان او امریکي له لوري هم تر مالي ملاتړ لاندي نیول سوی دی.

سټیفن دي میسکورد:« د یوه نوي تړون له مخی زمونږ هیواد غواړي چی له افغان پولیسو سره خپلي مرستي دوه برابره کړي، په دی مانا چی د مرسته کیدونکو سل ملیونو امریکايي ډالرو ډیره برخه به تر ۲۰۱۴ کال پوري د افغان پولیسو په روزلو کی ولګول سي .»

ډنمارک هیواد دمګړۍ د افغانستان په جنوبي هلمند ولایت کی شاوخوا اوه نیم سوه سرتیري لري. ټاکل شوي چی دغه شمیره به د روان ۲۰۱۱ کال تر پایه پوري ۶۵۰ تنو ته را ټیټه سي.

د ډنمارک دفاع وزارت رسمي شمیري ښيي چی په افغانستان کی د دغه هیواد د ماموریت له پیل راهیسي د ډنمارک شاوخوا څلویښت سرتیري وژل سوي دي. خو لا هم په کابل کی د دغه هیواد د سفیر پر وینا چی په هیواد کی یی له افغانستان سره د مرستو لیوالتیا موجوده ده .

کابل/میرویس جلالزی

کتونکی: عبدالباري حکيم