1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دمشق له مسکو څخه د مرستي غوښتنه کړې ده

۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبه

د سوريې رژيم چي د خپل اولس له سخت مقاومت سره مخامخ دئ د پايښت له پاره له روسيې څخه د مالي مرستو او سون موادو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/15kCx
انځور: Reuters

د روسيې د خبري آژانس، نوستي، د رپوټ له مخي روسيه غواړي چي د سوريې هغه غوښتنه چي ددغه هيواد د صدراعظم د مرستيال، قدري جميل له خوا وړاندي شوې ده، تر غور لاندي ونيسي. قدري د روسيې له چارواکو سره تر ليدني کتني وروسته له مسکو څخه وغوښتل چي له دمشق سره مالي مرستي وکړي.

څارونکي په دي نظر دي چي د بشارالاسد رژيم ښايي د اروپايي اتحاديې او امريکا متحده ايالاتو د لګول شوو بنديزونو له امله له دغو ستونزو سره مخامخ شوي وي. په سوريه کي رواني نښتي چي تر ډيره ځايه يوې کورنۍ جګړې ته ورته دي، د سوريې پر رژيم باندي فشارونه زياتي کړي دي او د دغه هيواد اقتصادي سکتور ئې په ټپه درولی دئ.

ځيني کارپوهان په دې نظر دي چي د سوريې حکومت ښايي د خپلو پيسو سپما چي ۱۷ ميليارده ډالره اټکل کيږي، ښايي د مخه لا مصرف کړي وي او يا ډير ژر مصرف شي.

روسيه او چين چي د سوريې د رژيم ملاتړ کوي، د ملگرو ملتونو د امنيت په شورا کي د اسد د رژيم پر ضد د بنديزونو لګولو مخالفت کوي او پخپلي ويتو سره ئې د هغه مخه نيولې ده.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلۍ له خوا دغسي يوه پريکړه صادره شوه ، خو د چين او روسيې له نيوکو سره مخامخ شوه. د روسيې سفير، ويتالي چورکين وويل چي داسي پرکړي د سوريې کړکېچ حل کولاي نه شي.

د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله کي د سوريې رژيم چي د خپلو خلکو پر ضد ئې خونړی جنگ پيل کړی دئ سخت وغانده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وويل چي د سوريې په ستر ښار اليبو کي روان جنگ سخت د انديښني وړ دئ:

«د سوريې کړکيچ د ملگرو ملتونو د ټولي ادارې د مکليفتونو له پاره يوه ازموينه ده. زه نه غواړم چي د ملگرو ملتونو اداره په دغه ازموينه کي پاته راشي.»

دغه راز سعودي عربستان هم د بشار الاسد پر رژيم باندي سخته نيوکه وکړه، چي د خپلو خلکو پر ضد له جګړې څخه لاس نه ا خلي.

چين هم لوېديځ هيوادونه ګرم وګنل چي د سوريې د کړکېچ په حل کي له رښتيني مرستي څخه مخ اړوي. په پيکنګ کي يوه ديپلومات وويل:«ځينو لوېديځو هيوادونو په سوريه کي د رژيم د بدلون له غوښتني سره د کړکيچ د حل پروسه سبوتاژ کړه.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل