1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دمشق او مسکو ته د اوربند ماتولو احتمال په اړه گواښ

۱۳۹۴ اسفند ۷, جمعه

په سوريه کې د یوه دوه اوونیز اوربند تر پیلیدو څو ساعته مخکې ولسمشر بارک اوباما مسکو او دمشق ته ګواښ کړی دی او ویلي یې دي: نړۍ به وضعیت څاري. ډېر کسان د دغه اوربند پر بریاليتوب شک لري.

https://p.dw.com/p/1I2yC
انځور: Reuters/C. Barria

ولسمشر اوباما د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د سوریې د «جګړې د پای» طرحې په اړه خبري وکړې. د دغي طرحې هدف په سوريه کې د جګړې پای ته رسولو له پاره د لارې اوارول دي.

د اوربند پر مهال به هم نړیوال د داعش پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. پر دې سربیره به په القاعدې پوري پر تړلو ډلو باندي هم بریدونه جاري وي.

اوباما په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې آن تر ټولو شرایطو لاندې هم ژر د تاوتریخوالي د ختمیدو تمه نه کیږي.

هغه ترهگري ډلي «اسلامي دولت» ته په اشاره کولو سره زیاته کړه: «په واقعیت کې موږ ډاډه یو چې نښتي به دوام ومومي.» دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواکې تمه لري چې روسیه او د اسد رژیم به هم اوربند مات کړي.

مهمه ورځ

ولسمشر اوباما یوازي څو ساعته وروسته له هغه دا څرګندوني وکړې چې د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ستیفن دي مستورا، ویلي ول چې د جمعې ورځ ډیره مهمه ده.

د جمعې په ورځ همداراز د سوریې د سولي تړون ۱۷ملاتړي هیوادونه په ژنیو کې د سوريې د اوربند د راتلونکې په اړه خبري اتري کوي. دمستورا به همداراز د سوریې په جګړه کې د ښکیلو اړخونو تر منځ د خبرو اترو د نوي دور نیټه هم اعلان کړي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد، ویلي دي چې ځواکونه او روسي ملاتړي به یې د جهادیانو پر وړاندي خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. هغه ګواښ کړی دی چې که لویدیځ هیوادونه له اوربند څخه د رژیم د مخالفینو د وسله وال کولو په موخه کار واخلي، نو د ده ځواکونه به هم اوربند مات کړي.