1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: امنيتي تشه نه را منځ ته کيږي

۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبه

د افغانستان دفاع وزارت د یو شیمر ولسي خلکو هغه اندیښنې بې ځایه بولي، چې وایي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د افغانستان امنیتي حالت د اوس په پرتله کړکېچن وي.

https://p.dw.com/p/16Zqv
انځور: Getty Images

دغه اندیښني هغه مهال راپورته شوې، چې په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د خپلو ټولو لښکرو د وتلو پلان اعلان کړ.

د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي، چي دمګړۍ څه باندي نیم ميلیون امنیتي پرسونل په هيواد کي دننه شته او کولای شي چې د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته د وطن امنیتي واګي په سمه توګه سمبال کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند د مرستیال دولت وزیري په خبره چې له ۲۰۱۴ کال مخکې او وروسته د هيواد ټولي امنیتي چاري د افغانانو کار دی او د خلکو په ملاتړ به ملي ځواکونه وکولای شي چي په افغانستان کي امنيت ټينګ کړي.

دولت وزیري د سه شنبې په ورځ له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، چي د راتلونکو کلونو له پاره د کورنیو جګړو د رامنځ ته کیدو هغه اندیښنه بې ځایه ده چې له خلکو سره موجوده ده:

«د افغانستان خلک باید په خپلو بچیانو او ملي پوځیانو باور ولري، که هغه له ۲۰۱۴کال مخکي او یا وروسته وي، ملي اردو د خلکو تر څنګ او دفاع کي ولاړ دی او د تل له پاره به د خپلو خلکو، هیواد او لاس ته راوړنو څخه دفاع وکړي.»

په ورستیو څو کلونو کې پر افغان ځواکونو باندي دا نیوکه کیږي چې په یوازي سر د امنیت د سمبالولو جوګه نه دي.

خو يوشمېر کابل ښاريانو له دویچه ویله سره په خبرو کي وويل، چي که بهرني سرتیري له افغانستان څخه هم ووزي کورني ځواکونه به لا ډیر خپلو مسﺉولیتونو ته متوجه شي او کولای شي، چي خپلي دندې په سمه توګه تر سره کړي.

د کابل ښار د خيرخانې میني اوسیدونکی بهرام کاکړ وايي:«زما له نظره که خارجي عسکر له افغانستان څخه ووزي، مخالفین به هم له جګړې څخه لاس واخلي او ملي پوځ او ملي پولیس به په مېړانه، او دلچسپۍ سره د خپل هیواد امنیت وساتي.»

د ناټو پوځي مشرانو ټینګار کړی دی چې د بهرني سرتیرو له وتلو وروسته به هم د افغان امنیتي ځواکونو روزني اوتجهیز ته دوام ورکړي او د پوځيانو شمیره به هغه حد ته لوړه کړي چې وکړای شي د خپل هيواد ټول امنيت په يوازي سر وساتي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال وزیري په خبره، اوس مهال د افغان ملي اردو پوځيانو شمیره د ۳۸۱ تنو ښځو په ګډون ۱۹۵ زرو ته لوړه شوې ده او لا هم د عسکرو د ښووني او روزني پروسه دوام لري:

«زه تاسو ته ویلای شم چې د ښووني او روزني له پاره موږ منظم سیستم لرو، ښوونيز مرکزونه مو په کابل او ولایتونو کې فعال دي، زموږ ټول پرسونل هلته روزل کیږي، او تخصصي زده کړي ورکول کیږي.»

د افغانستان د امنیت د ټینګولو له پاره اوس مهال د څه کم دوه سوه زره ملي پوځيانو تر څنګ نزدې په همدې شمیري پولیسي ځواک او په زرونو تنه د ملي امنیت پرسونل هم شتون لري.

خو د کتونکو په اند د پرمختللو پوځي تجهیزاتو نه شتون ښايي له ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې افغان ځواکونو ته ډیر مسﺉولیتونه وسپارل شي هغوي ته به یو لوی سرخوږی وي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل