دطالبانودولکې پر پراخولو سربيره،په سوات کي تشدد پایته نه رسيږي
۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۴, دوشنبهد سرحد دايالتي حکومت پر هغي پرېکړي باندي د« نفاذ شريعت محمدي »وياند سخته نيوکه کړېده، چي ايالتي حکومت به په سوات کي د استيناف شرعي محکمه جوړوي . د دې څخه ترمخه د سرحد ايالتي حکومت اعلان کړی ؤچي په سوات کي به د استيناف يوه داسي محکمه جوړوي، چي د سوات د شرعي محکمو د پريکړو د ليري کولو يا تصديقولو صلاحيت ولري . خو د ښاغلي مولانا صوفي محمد د تحريک «نفاذ شريعت محمدي »وياند امير عزت وايي چي پدغه فيصله کي د دوی سره هيڅ مشوره نده سوې . ښاغلی امير محمد وايي ،«د خبرو اترو په پای کي چي حکومت زموږ سره کومه موافقه کړې وه، اوس د هغه څخه سرغړونه کوي، او کوښښ کوي چي خپلي پرېکړي پر موږ وتپي . اوس يې قاضيان وټاکل بېله دې چي زموږ سره ترمخه صلاح مشوره وکړي . موږ په ښکاره وايو چي ددغې پرېکړي سره زموږ هيڅ کار نسته . »
په سوات کي د اسلامپاله غورځنګ «نفاذ شريعت محمدي » او حکومت تر منځ نوي مخالفتونه پداسي حال کي را پورته سوي دي، چي د سوات تر څنګ د پاکستان په نورو قبايلي سيمو کي ناکراري مخ پر زياتېدو ده .
ديکشنبې په ورځ د سوات په مينګوره ښار کښي د دوو پاکستاني عسکرو مړي پيدا سول، چي سرونه يې پرې سوي وه . دغه دوه عسکر د شنبې په ماخستن تښتول سوي وه . په سوات کي د ځايي طالبانو وياندحاجي مسلم خان ددغو پاکستاني عسکرو د وژلو پړه پر غاړه اخيستې ده او ويلي يې دي چي د عسکرو په وژلو سره دوی د هغو دوو اسلامپاله قومندانانو غچ اخيستی دی، چي د پاکستان د پوځ لخوا د جګړې په ترڅ کي د شنبې په ورځ وژل سوي وه .
د استيناف د شرعي محکمې د جوړولو د اعلان سره سره، د پاکستان حکومت پر وسله والو طالبانو ږغ کړی دی، چي خپلې وسلې پر مځکه کښيږدي . د سرحد د ايالتي حکومت د اطلاعاتو وزير ميان افتخار حسين ويلي دي چي د طالبانو دپاره نور د جنګ کولوکوم دلايل پاته ندي ولي چي حکومت دنظام عدل تړون له مخي د شرعي محکموپه جوړولو سره، د طالبانو تر ټوله لويه غوښتنه ومنله ،او اوس بايد طالبان وسلې کښيږدي .
د ځايي طالبانو د يوې ډلې «نفاذ شريعت محمدي » او پاکستاني حکومت تر منځ د فبرورۍ په مياشت کښي د اوربند يو تړون لاسليک سوی ؤ . ددغه تړون مهم ټکی داؤ چي د سوات په دره کي به شرعي محکمې جوړيږي . د تړون څخه دوې مياشتي وروسته د پاکستان اولس مشر آصف علي زرداري پر ډير خارجي فشار سربيره دغه تړون لاسليک کړۍ .
خو پر تړون سربيره وسله والو اوس خپله ولکه د سوات و ګاونډۍ سيموبُنېر او دېر ته غزولې ده، چيري چي د يوې اونۍ راهيسي د وسله والو طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ سخت جنګ روان دی . د چارواکو په وينا په دغه جګړه کي دوه نيم سوه وسله وال طالبان او ديارلس پاکستاني عسکر وژل سوي دي . د جګړې له وجې په زرګونو انسانان د خپلو کورونو و پرېښوولو ته اړ سوي دي . دغه سيمي چيري چي اوس واک د طالبانو په لاس کي بريښي د پاکستان د پلازميني اسلام آباد څخه سل
کيلومتره ليري دي .
Herrmann+ DPA/ولي اڅکزی
کتونکی : محمد قاسم نوري