دسپټمبر د 11څخه 8 کاله وروسته، افغانستان اوس په څه حال کي دی
۱۳۸۸ شهریور ۲۰, جمعهد طالبانو رژيم ته دالقاعده د شبکې د انډيوال په سترګه کتل کيدل ، کوم چه امريکايانو د سپټمبر د بريدونو مسؤلين بلل . په امريکا کښي تر بريدونو او د طالبانوپر ضد تر عملياتو وروسته په افغانستان کښي يو ژور سياسي تغير رامنځ ته سو . مجيد ملک ددغي موضوع پس منظر ته يوه کتنه کړيده :
غلام علي چه په کابل کښي اوسيږي ، د يولسم د سپټمبر پيښه داسي بيانوي ، « په هغه وخت کښي هيڅ ازادي نه وه ، خو اوس هر څوک کولی سي په آزادانه ډول هر څه وکړي .»
د المان د پيټرزبيرګ په کنفرانس کښي چه د 2001 کال د نوامبر په آخره کښي جوړ سو، پر طالبانو باندي تر حملې لږ وروسته نړيوال متحدين سره راټول سول . په کنفرانس کښي د افغانستان لخواد څلورو مهمو سياسي ګروپو استازي هم موجود وه . دوی د راتلونکو سياسي پرمختګونو دپاره يوه کړنلاره په ګوته کړل . افغانستان بين امللي کومکونه تر لاسه کړل ، پدې هدف چه په افغانستان کښي د ديموکراسي پروسه پر لار ولويږي ، او د افغانستان بيا جوړونه تر سره کړي .
اته کاله وروسته هم طالبان د پخوا په ډول د نړيوالو ځواکونو، د افغانستان د حکومت ، او خلکو پر ضد بريدونه کوي .
افغانی ژورنالست محمد قسيم اخګر ، د نړيوالو متحدينو پر ستراتيژي ، او د افغانستان د حکومت پر کارونو باندي انتقاد کوي او وايې چه ، « بيله شکه دافغانستان په باب د بڼ کنفرانس نتايج درلودل ، خو زه پردې پوره باور نه لرم ، چه کنفرانس به پر سياسي تحولاتو باندي ژور تآثيرات درلودلي وي . »
سر بيره پردې اخګر دکرزي پر حکومت نيوکه کوي او وايي چه دغه حکومت د افغانستان د بيا آبادۍ په ټولنيز او سياسي چوکاټ کښي داسي خلک پر سياسي چارو وګمارل چه پخوا يې غير ديمکراتيک کرکټر درلودۍ .
کرزي په هغه وخت کښي داسي ګمان کاوه چې ددغو خلګو څخه نسي تيريدلی ، ځکه چه دوی په هغه وخت کښي د پوره قدرت خاوندان وه . دی بياوايي « پخواني جنګ سا لاران په هغه وخت کښي ددې په خاطر په پورتنۍ پروسه کښي ځای پر ځای سول چه ګواکی دوی به امنيت راولي ، خو اوس معلومه سول چه د انساني حقوقو پايمال کونکي ، او جنګي جنايتکاران وه ، هغو د ښځو د حقوقو هيڅ مراعت نه کاوه .
د نړيوالو متحدينو د هلو ځلو با وجود د افغانستان د پرمختګ پروسه بريالۍ نده ! همدغه خبره د افغانستان د مسايلو يو تحليل ګر عزيز رفيعي هم کوي ، اووايی چه ددغو کړکيچونو ذمه وار غلط سياست دی .
ملک مجيد/ ګرديوال
کتونکی : محمد قاسم نوري