1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دستاره اڅکزۍ په وژلو سره د راتلونکو انتخاباتو امنيت هم ډاډه نه ښکاري

۱۳۸۸ فروردین ۲۴, دوشنبه

په داسي حال کي چي د افغانستان د جمهوري او ولايتي شوراګانو دپاره انتخابات چي د اګست په مياشت کي په لاره اچول کيږي، انتخاباتي مبارزې لا پيل شوي نه دي ...

https://p.dw.com/p/HVrk
په کندهار کښي د مکتب د نجونو او نورو فعالینو ژوند ډاډمن دی
په کندهار کښي د مکتب د نجونو او نورو فعالینو ژوند ډاډمن دیانځور: DW/Aslami

ددغه هيواد په يوه ناکراره ولايت کي د ولايتي شورا د يوې غړي ستاره اڅکزۍ د وژلو پيښي د هيواد په دننه او دباندي کي د انتخاباتو د امنيت د خوندي ساتلو په هکله انديښنې پيدا کړي دي .

که څه هم تر پرونه پوري د دغي وژني مسووليت چا پر غاړه نه ؤ اخيستی، خو نن د طالبانو وياند، يوسف احمدي، له يو نامعلوم ځاي څخه د تيلفون د لاري د فرانس خبري آژانس ته وويل چي طالبانو د ولايتي شورا نوموړې غړې ووژله . احمدي پرته له دې چي دليل راوړي چي ولي هغوی دا کار کړی دی، يوازي همدومره وويل چي «دې ښه پس منظر نه درلودۍ .»

طالبانو چي د 1996 کال څخه تر 2001 کال پوري د خپلي واکمني په موده کي د ښځو پر خلاف له سختي پاليسۍ څخه کار اخيستۍ او هغوي ته يې اجازه نه ورکوله چي د کوره ووزي،مخکي له دې هم په کندهار کي د ښځو د څو مشهورو فعالينو په وژلو لاس پوري کړی دی .

تيرکال د پوليسو يوه لوړ پوړې ښځينه منصبدار ووژل شوه، تر هغه دمخه په 2006 کال کي د کندهار د ښځو د ولايتي چارو د رياست مشره د طالبانو له خوا په قتل ورسيدل .

د کندهارد والي توريالي ويسا د وينا له مخي، ميرمن ستاره اڅکزۍ د طالبانو د واکمني پر وخت په جرمني کي اوسيدل . ده وويل کله چي دهغوی رژيم نسکوره سو، نو ميرمن اڅکزۍ او ددې ميړه چي د کيميا د علم ډاکتر دی، خپل پلارني ښار کندهار ته ستانه سول . ويسا وويل چي « دوی خپل کوچنيان او هوسا ژوندپه آلمان کي پريښوول او پريکړه يې وکړه چي په کندهار کي خپلو خلکو ته خدمت وکړي .» د کندهار والي له ميرمن اڅکزۍ څخه د يوې زړوري افغان ميرمني په حيث ستاينه وکړه .

ددې وژنه د افغانستان په دننه اودباندي کي له غندونو سره مخامخ شوي دي .

د افغانستان جمهور رييس حامد کرزي دغه حمله په کلکه وغندله، ويې ويل چي « دافغانستان دښمنان نسي کولای چي د وطن د داسي رښتينو خلکو په وژلو سره په هيواد کي د سولي او امن د پروسې مخه ونيسي .» کرزي د پيښي د پلټني امر ورکړی دی .

په افغانستان کي د ملکرو ملتو د نمايندګۍ دفتر هم د کندهار د ولايتي شورا د نوموړې غړي وژل غندلي دي . ددغي نمايندګۍ وياند، نليب مبارز نن په کابل کي يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چي « په افغانستان کي د ملګرو ملتود مرستي نمايندګي «يو ناما» د ميرمن ستاره اڅکزۍ بيرحمانه او قصدي وژنه په کلکه غندي . هغه کسان چي ددغه قتل مسؤلين دي، د افغانانو رښتيني دود او رسم ته په سپکه سترګه ګوري . د دغه ډول وژني دپاره هيڅ دليل وجود نه لري .»

سيد موسی صميمی
کتونکی: يحيی وردک