1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې تنه له چادېدونکو موادو سره په سپين بولدک کې ونيول شول

۱۳۸۵ دی ۲۸, پنجشنبه

افغاني پوليسو درې تنه نيولي دي چې له پاکستان څخه راروان وو او موټر يې په چاودېدونکو توکو ډک کړی و. هغوی د امنيتي ځواکونو د يوه وياند په ژبه په دې تورن دي چې غوښتل يې ځانمرگي بريدونه تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/DKB8
ټاکل شوې وه چې په دغو موادو به په کندهار کې بريدونه تر سره شي
ټاکل شوې وه چې په دغو موادو به په کندهار کې بريدونه تر سره شيانځور: AP
تر 2005 م کاله پورې ځانمرگي بريدونه په افغانستان کې ډېر لږ وو او د هغې راهيسې ډېر زيات شوي دي . په 2006 م کال کې د متحده آيالاتو په وينا 139 ځانمرگي بريدونه تر سره شوي دي. داسې گڼل کېږي چې د دغو بريدونه پړه د طالبانو په غاړه ده چې له پاکستان څخه خپل عمليات تر سره کوي.
دغه درې مشکوک بريد کوونکي د پوليسو په وينا د چهار شنبې په ورځ په سپين بولدک کې نيول شوي دي. هغوی اقرار کړی دی چې په پاکستان کې موظف او روزل شوي دي تر څو دغه چاودېدونکي توکي د طالبانو په جنگياليو وويشي او په کندهار کې بريدونه تر سره کړي.